افغانستان

کانګرس: عراق او افغانستان جګړې پنځوس زره امریکايي پوځيان ټپیان کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۲۷مه ۱۳۹۳ل): د امریکا کانګرس وايي چې په افغانستان او عراق د بریدونو په نتیجه کې تر پنځوس زرو زیات امریکايي پوځيان ټپیان شوي چې له منځه یې ۲،۶ سلنه عسکرو د بمي چاودنو له امله خپل اندامونه له لاسه ورکړي.

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د امریکا ګانګرس د بودیجې اړوند دفتر د راپور په اساس، چې پرون چهارشنبه خپور شوی لیکلي چې د ویتنام تر جګړې زیات په افغانستان او عراق کې امریکایي ځواکونو خپل اندامونه د لاس ورکړي.

راپور وايي چې د دې څو لاملونه دي، لومړی د امریکايي عسکرو سره داسې حفاظتي جامې وې، چې دوی يې له مرګه بچول، مرمیو برې اثر نه کاوه، خو داسې څه یې نه درلودل چې لاسونه او پښې له مرمیو وژغوري او اندام پرې نشي.

ورځپاڼه لیکي چې د دغو پنځوس زرو امریکايي عسکرو، چې اندامونه یې د عراق او افغانستان په جګړه کې پرې شوي ۶۶ سلنه برخه یې د چاودنو له امله دي.

ګانګرس راپور لیکلي، چې تر دې مهاله په افغانستان کې یوازې ۱۸۰۰ امریکايي عسکر وژل شوي او تر ۲۰زرو زیات ټپیان شوي دي.

واشنګټن ټایمز لیکي، چې د افغانستان جګړه د ۲۰۰۱ز کال د اکتوبر پر ۷مه پیل شوه او ټاکل شوې چې د روانې میاشتې په ورستيو ورځو کې پای ته ورسیږي.

که څه هم امریکايي ځواکونه په افغانستان کې خپله جګړه ختمه بولي، خو سربېره پر دې وايي چې په رسمي ډول دوی ۱۰زره امریکايي عسکر افغانستان کې پریږدي، چې دغه جګړه نوره هم تر ډيره اوږدولی شي.

راپور همدا راز لیکلي چې په عراق کې بیا د افغانستان په پرتله تقریبا دوه چنده امریکايي عسکر وژل شوي دي. عراق کې ۳۴۸۲ امریکايي عسکر وژل شوي او ۳۱۹۴۷ نور ټپیان شوي دي.

د کانګرس راپور کې راغلي، چې په عراق کې د دوی ۹۰،۴ سلنه او په ویتنام جګړه کې د دوی ۸۶،۵ سلنه پوځیان له جګړې ژوندي کورونو ته ستانه شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x