خپل شاګرد ته د امام ابوحنیفه رحمه الله وصیت -(۲۳)

حامد افغان

6- په ښه نوم سره یادول

دخلکو د مینې راجلبولو پنځه اسباب مو مخکي بیان کړل اوس راځو پاتي نورو اسبابو ته چې یو هم د خلکو په ښه نوم سره یادول دي، ابن عاشور لیکي: یو چا ته په اواز کولو کې اصل دا ده چې سړی پخپل نوم وبلل شي د یو چا اصلي نوم بدلول هیڅکله په کار نه دي، خو که د یو چا عزت او درنښت مطلب وي بیا یوڅوک په ځانګړي صفت سره یادول ښه خبره ده، لکه قرانکریم رسول الله ته وایي: یا أیها النبي، او یا لکه پلار زوی ته ووایي: زوی ګله، او زوی پلار ته وايي: پلار جانه! .

دا راز کله د یو چا ځانګړي حالت، شکل، جامو او .. ته په لیدلو سره هغه په هغه حالت سره هم یادول کیږي، لکه رسول الله صلي الله علیه وسلم یوه ورځ علي رضي الله عنه په جومات کې پروت ولید یو اړخ یې په خاورو سپېره و نو ورته ویې ویل: قم أبا تراب، یعني د خاورو واله پورته شه! حذیفه بن الیمان رضي الله عنه ته یې د خندق په غزا کي وویل: یا نومان!، عبدالرحمن بن صخر الدوسي وړه پېشو ورسره اخیستې وه هغه ته یې وویل: يا أبا هريرة، په دا ډول صفتونو سره د چا یادول هغه ته مینه ښکاره کول مراد وي او دا چې له هغه سره نرمي او هغه ته نزدېوالی ښکاره کوي، او رسول الله صلي الله علیه وسلم ته د الله خطاب لکه : “يا أيها المزمل” او “يا أيها المدثر” هم له دې جملې نه دي. تفسیر التحرير والتنويرلابن عاشور، 4599.

عالم، داعي او د قوم مشر که غواړي خلک د خیر له پاره ځان ته رانږدې کړي او د هغوی مینه را جلب کړي زموږ له تېرو بیان شویو اسبابو سره د خلکو په ښو نومونو بلل هم یو له هغو اسبابو نه دی چې په دې سره د خلکو مینه او مجبت راجلبېدلی شي، دا کار د هر چا له پاره ګټور ده، کشرانو او مشرانو، نرو او ښځو ټولو ته ضروري ده چې پخپلو کې یو بل په ښو نومونو سره یاد کړي، ځکه څوک په بد او ناسم نوم او لقب یادول او بلل ناروا او غلط کار دی او دا د خپل منځي ستونزو او خوابدیو لامل هم ګرځي، په دې سره هغه انسان خپه کیږې ځکه خپل اصلي نوم په هر انسان ګران وي او مینه ورسره لري، دا کارد یوه انسان سپکاوی ده او شرعا ناروا ده قران کریم وایې : وَلاتَلْمِزُوا أَنْفُسَكُمْ وَلا تَنَابَزُوا بِالألْقَابِ (الحجرات) یعني تاسو په خپلو ځانونو (په یوه بل) عیب مه لګوئ ، او یو بل په بدو لقبونو او بدو نومونو مه ولئ . علماء وایې دا د یوه مسلمان په بل حق ده چې یو بل په خپل غوره نوم وبولې او بد نوم ورته یاد نه کړې . په روایت کې راغلې چې ابوذر رضی الله عنه بل صحابي ته وویل : ای د تورې زویه ، رسول الله صلي الله علیه وسلم هغه ته وویل: په تا کې لا د جاهلیت خوی شته . عن أبي ذر رضي الله عنه قال : ساببت رجلاً فعيرته بأمه ، فقال لي النبي صلي الله عليه وسلم : يا أبا ذر أعيرته بأمه؟ إنك امرؤ فيك جاهلية. أخرجه البخاري.

په ځانګړې توګه ماشومان باید خامخا په ښایسته او خوږو نومونو یاد کړل شي، او په خوږو نومونو یادولو سره یې په تنکیو زړونو کې د مشرانو مینه ځای نیسي، خو متاسفانه ډېر ځایه لیدل کیږي چې د ماشومانو اصلي نومونه ترخیم او توږل کیږي یعني اصلي نوم یې لنډ کړل شي او یا د میني کوم بل ناشولته او بېخونده نوم ورته کېښودل شي، دا کار بیخي غلط دی ځکه په دې سره د هغه اصلي نوم تغیر کیږي او ماشوم په مور او پلار حق لري چې ښه نوم ورته کیږدي اوس چې دوی د هغه نوم تغیروي نو د هغه ښه والی له منځه ځي او د هغه حق ضایع کوي، او اخیر دا نوم په ماشوم باندي مشهور شي او بیا یې اصلي نوم خلک نه ورته اخلي او دا د ماشوم له پاره ستونزه وګرځي.

7- اسانتيا او زیری نه سختي او نفرت

په دیني او دنیوي چارو کې باید خلکو ته اسانه لارې وښوول شي او خوږې خبرې ورته وکړل شي، سختي باید ونه کړل شي او داسي څه ترسره نه کړل شي چې هغه د خلکو د نفرت او کرکې لامل ګرځي، رسول الله صلي الله علیه وسلم صحابه کرامو ته په ډاګه وایي: اسانتیا غوره کړئ سختي مه کوئ، خلکو ته زیری ورکړئ په نفرت کې یې مه اچوئ. عن أنس عن النبي -صلى الله عليه وسلم- قال: يسروا ولا تعسروا وبشروا ولا تنفروا . صحيح البخاري، 1/ 38، نمبر: 69، او مسلم، 3/ 1358، نمبر: 1732. امام عبدالرؤف المناوي رحمه الله د دې حدیث په شرحه کې وايي: (يسروا ولا تعسروا) دلته (واو) د حال له پاره دی او معنا داسي شوه: هغوی پوهه کړئ په داسي حالت کې چې په ښوونه کې به اسانتیا کوئ سختي به نه کوئ، یعني هغوی په نرمي او اساني سره پوهه کړئ، (وبشروا ولا تنفروا) یعني په هغوی سختي مه کوئ داسي شی مه ورته وړاندي کوئ چې د هغوی د نفرت سبب وګرځي او بیا هغه خبره نه درسره مني. فيض القدير، 4/ 328.

امام النووي -رحمه الله وايي: په دې حدیث کې امر شوی دی چې خلکو ته د الله د فضل او مهرباني زیری ورکړئ ، د هغه د ثوابونو، ورکړو او لویو رحمتونو خبرې خلکو ته وکړئ، او په دې حدیث کې د خلکو د وېرولو او په نفرت کې اچولو نه منعه راغلې ده، یعني خلکو ته باید یواځي د الله د قهر، غوسې او جهنم خبرې ونه کړل شي، بلکه له دې سره د هغه ثوابونه او لوی رحمتونه یوځای بیان کړل شي، داعي او عالم ته په کار ده چې اسلام ته له نوي داخل شوي کس سره ډېره نرمي وکړي، او هیڅکله باید سختي ورسره ونه کړل شي او کوم ماشومان چې نوې بالغان شي له هغوی سره هم باید احتیاط وکړل شي، او څوک چې نوې توبه اوباسي له هغه سره هم نرمي په کار ده، دوی باید په ورو ورو عبادت او دینداري ته تیار کړل شي، د اسلام په پیل کې له نویو مسلمانو، ماشومانو او اسلام ته مایلو کسانو سره همدا ډول تدریجې او نرم چلند کیده. په پیل کې په نرم او تدریجي چلند سره دا خلک دې ته تیاروي چې وروسته په مکمله توګه د الله اطاعت غوره کړي او که سختي ورسره وکړل شي د بېرته په شا کیدلو او یا پوره نه دا خلیدلو وېره یې ډېره ده. شرح النووي على مسلم، 12/ 41.

8- په عبادت سره الله ته نږدې کیدل

که یو څوک په مخلصانه توګه د الله عبادتونه کوي او رښتینې تقوا غوره کړي خامخا به هرڅوک مینه ورسره لري لکه په حدیث کې راغلي رسول الله صلي الله علیه وسلم وايي: له کوم بنده سره چې د الله مینه پیدا شي جبرائیل ته ووايي: الله له فلاني بنده سره مینه لري ته هم مینه ورسره وکړه، جبرائيل هم مینه ورسره وکړي، بیا جبرائيل په اسمان کې اعلان وکړي چې الله له فلاني سره مینه لري تاسو هم مینه ورسره وکړئ د اسمان مخلوق هم مینه ورسره وکړي، او په ځمکه کې هم هغه ومنل شي. عن أبي هريرة -رضي الله عنه- قال: قال رسول الله -صلى الله عليه وسلم-: إن الله -تبارك وتعالى- إذا أحب عبدا نادى جبريل إن الله قد أحب فلانا فأحبه فيحبه جبريل ثم ينادي جبريل في السماء إن الله قد أحب فلانا فأحبوه فيحبه أهل السماء ويوضع له القبول في أهل الأرض. أخرجه البخاري، 6/ 2721، نمبر: 7047، ومسلم، 4/ 2030، نمبر: 2637.

خو د الله مینه هغه وخت انسان ترلاسه کولی شي چې ښه او رښتینی اطاعت او ډېر عبادت یې وکړي لکه په حدیث کې راغلي رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي: الله ویلي دي: څوک چې زما له دوست سره دښمني وکړي زما جګړه ورسره اعلان ده، او بنده ماته په هیڅ شي دومره نه شي رانږدې کیدلی لکه په هغو فرضو چې په ده مې لازم کړي دي، او په نفلونو سره بنده همیشه زما خواته رانږدې کیږي تر څو زما ورسره مینه شي، کله چې له هغه سره زما مینه شي، زه یې هغه اوریدل وګرځم چې دی پرې اوري، او هغه لید یې وګرځم چې دی پرې ویني، او هغه لاس یې وګرځم چې دی نیول پرې کوي، او هغه پښه چې دی تګ پرې کوي، هرڅه چې رانه وغواړي ورکوم یې، له کوم شي چې پناه وغواړي پناه ورکوم، عن أبي هريرة قال: قال رسول الله -صلى الله عليه وسلم-: إن الله قال: من عادى لي وليا فقد آذنته بالحرب وما تقرب إلي عبدي بشيء أحب إلي مما افترضت عليه، وما يزال عبدي يتقرب إلي بالنوافل حتى أحبه، فإذا أحببته كنت سمعه الذي يسمع به وبصره الذي يبصر به ويده التي يبطش بها ورجله التي يمشي بها، وإن سألني لأعطينه، ولئن استعاذني لأعيذنه. صحيح البخاري، 5/ 2384، نمبر: 6137.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د