افغانستان

ایساف: د افغانستان په شمال کي دوه بهرني سرتیري وژل شوي دي

AfghanistanAmericanSoldierKilledنن ټکی آسیا: په افغانستان کي میشتو بهرنیو ځواکونو خبر ورکړی چي دوه تنه سرتیري يي په غیرجنګي پيښه کي وژل شوي دي.

په کابل کي د ایساف رسنیز مرکز یوه خبرپاڼه خپره کړې چي په کښي ویل شوي دي چی نن د افغانستان په شمال کي د یوې غیر جنګي پيښي له امله د ایساف دوه تنه ټپي شوي سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

خبرپاڼي دا نه ده څرګنده کړې چي پيښه د شمال په کوم ولایت کي را منځته شوې او یا وژل شوي عسکر د کوم هیواد دي.

د ځینو سرچینو له قوله ویل کیږی چي ایساف تر اوسه ایساف په روانه میلادي میاشت کي خپل د ۱۸ سرتیرو مرګ منلي دی، چي یوازي څلور يي پرون ورځ وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x