نړۍ

يمن کې شيعه وسله‌والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۲۸مه ۱۳۹۳ل): عربي رسنۍ وايي، چې يمن کې په يو وسله وال بريد کې د ايران پلوې سخت دريځې شيعه وسله والې ډلې لس تنه وژل شوي او شاوخوا شل نور ټپيان شوي دي.

د يو بل خبر له مخې د يمن شمال ارحب ولايت کې شپاړس نور حوثيان د يو کمين په ترڅ کې وژل شوي دي.
د دغو دواړو بريدونو مسؤوليت القاعده جهادي ډلې منلی دی.

القاعده پورې تړلې «انصارالشريعة» جهادي ډلې په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي، چې د جنرال محسن پر کور يې سرتېری بريد کړی، او دغه کور له تېرې اوږدې مودې د حوثيانو مرکز و او له سرتېري بريد وروسته يې وسله وال بريد کې هم دغو ايران پلوو شيعه وسله والو ته درنه ژوبله اړولې ده.

فرانسوي رسني د يمن امنيتي چارواکو له قوله وايي، چې په دوو جلا جلا سرتېرو بريدونو کې لسګونو حوثيان وژل شوي، مګر د پېښې د قربانيانو کره شمېر يې ونه ښود.

فرانس پريس زياتوي، چې لومړۍ چاودنه الحديديه سيمه کې د حوثيانو پر مرکز وشوه او دوهمه د لومړۍ چاودونې ځای ته نژدې د حوثيانو پر يوه بله غونډه وشوه.

د القاعده له خوا دا بريدونه په داسې حال کې کيږي، چې ايران پلوې شيعه وسله والو «حوثيانو» يمني حکومت سره په ګډه د سنيانو پر کورونو، مدرسو او مرکزونو بريدونه پيل کړي او ګڼ سني علماء يې وژلي او هجرت ته اړ کړي دي.

د يمن شمال ارحب ولايت، چې د سني علماوو مرکز بلل کيږي، دې وروستيو کې حوثيانو نيولی دی او تېره شپه ناوخته د القاعده له خوا د يو سرتيري بريد په نتيجه يې شپاړس حوثيان وژل شوي دي.

وړمه ورځ يمني رسنيو خبر ورکړی و، چې ارحب ولايت کې حوثيانو د سنيانو کورونه، مدرسې او مرکزونه نړولي او د يمن د وتلي سني عالم شيخ عبدالمجيد زنداني په ګډون د ګڼو سني علماوو کورونه يې نړولي او دغه علماء د سيمې لوړو غرونو ته وتلي دي.

حوثيان څوک دي؟

انصار الله ډله، چې په يمني حوثيانو پيژندل کيږي، ۱۹۹۲م کال د حسين حوثي له خوا جوړه شوې او يمن کې د ايران په مرسته د حکومت ولسي سنيانو پر ضد وسله وال عمليات کوي، مګر اوس يې له حکومت سره روغه کړې ده.
راپورونه وايي، چې دغه ډله يمن کې د سنيانو پر کورونو بريدونه کوي او د هغوی ښځې، ماشومان او سپين ږيري وژني او کورونه يې لوټي او تر اوسه د سعودي عربستان، امريکا او نړيوالو بشري ټولنو په ګډون هيچا د حوثيانو د ظلمونو او تېريو په اړه څه نه دي ويلي.
دمنځني ختيځ د چارو کارپوهان وايي، چې د حوثيانو د وسله وال پاڅون ستره موخه د يمن پر ځای سعودي عربستان دی او د وخت په تېرېدو به دغه هېواد کې هم خپل قوي فعاليتونه پيل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابن شهید ين

الحمد لله .
الله عزوجل دي دصحابه رضي الله عنهم انتقام تري واخلي.
شيعة واقعا داسلام تر تولوسخت او خطر ناك دوشمنان دي دين يي به ايران كي جوريزي او بيا ي دنياته صادره وي
ا

ابراهيم مومند

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاتهُ واقعاً چې شيعه ګان د مسلمانانو په جامه کې تر بل هر چا د مسلمانانو سرسخت دښمانان دي، شيعه ګان هغه څوک دي، چې په حضرت ابوبکر صديق، حضرت عمر فاروق، حضرت عثمان رضي الله عليهم اجمعين او حضرت عايشې رضي الله عنها او په ځينو نورو سپېڅلو صحابوو باندې بد و رد وايي او پر صحابه وو باندې بې ځايه، دروغجن او له ځانه جوړ کړي تهمتونه پورې کوي. شيعه ګان د تاريخ په اوږدو کې تل د مسلمان په مقابل کې له کفر سره ودرېدلي دي، چې ښې بېلګې يې نن سبا مونږ… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x