نړۍ

استراليا: په يو کور کې د اتو ماشومانو مړي موندل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۲۸مه ۱۳۹۳ل): استراليايي چارواکي وایي، چې نن سهار وختي د هېواد شمال ختيځ «کيرنس» ښار کې په يو کور کې د اتو ماشومانو مړي موندل شوي.

پوليس وايي، چې نوموړي کور کې يې يوه ۳۴ کلنه ښځه هم په ټپي حالت کې موندلې ده او دوی د پېښې په اړه پلټنې پيل کړي دي.

امنيتي چارواکي وايي، چې د وژل شويو ماشومانو عمر د ۱۵- ۱۸ کالو تر منځ دی او د پېښې په اړه ډېر څه نه شي ويلی، ځکه په دې اړه پلټنې روانې او ټپي شوې ښځه دوی سره په روانو تحقيقاتو کې مرسته کوي.

د کيرنس پوليسو مشر رسنيو سره په خپلو څرګندونو کې وويل، چې دا پېښه نن سهار د ځايي وخت په اتو بجو شوې او په دې اړه به نور معلومات وروسته رسنيو سره شريک کړي.

د يادونې وړ ده، چې تېره اونۍ هم د استراليا تر ټولو ستر ښار سډني کې دوو وسله والو پر يو هوټل يرغل کړی و او د څلورويشت ساعتونو له يرغمل وروسته د دواړو بريدګرو په ګډون درې تنه وژل شوي وو او ګڼ نور ټپيان وو.

د پېښې په اړه د نورو معلوماتو نن ټکی اسيا سره اوسئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x