نړۍ

پاکستان د پېښور خونړی بريد له کابله بولي- څېړنيز راپور

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۲۸مه ۱۳۹۳ل): پېښور کې د پوځ پر ښوونځي له خونړي بريد وروسته د پاکستان لوی درستیز جنرال راحيل شريف په بېړني رسمي سفر کابل ته راغی او هلته پاکستان کې ګردو سياسي ګوندونو په ګډه د پاکستاني طالبانو پر ضد د عملياتو لپاره د نوې کړنلارې پر ټاکلو کار پيل کړی دی.

په عين حال کې پاکستاني جيټ الوتکو د خيبر ايجنسۍ پر قبايلي سيمو درنې بمبارۍ پيل کړي، چې تر اوسه يې د سلو پاکستاني طالبانو د وژلو ادعا کړې ده.

د پېښو څارونکي وايي، چې د پېښور پر ښوونځي بريد په تېرو لسو کلونو کې تر ټولو خونړی بريد و، چې اغېز يې د پاکستاني حکومت، ولس، پاکستاني طالبانو په ګډون سيمې او افغانستان ته هم ورسيده.

د افغانستان د چارو کارپوه او پاکستانی ژروناليست طاهرخان وايي، چې کابل ته د لوی درستیز بېړنی سفر دا معنا لري، چې پاکستان د نوموړي بريد بنسټ او کونجي په کابل کې ويني او د کابل چارواکو دا خبرې، چې د پاکستاني طالبانو له کړنو نا خبره دي، پاکستاني چارواکو ته د منلو وړ نه دي.

ترينګلي حالات

طاهر خان وايي، چې ستونزې زياتيږي او د دواړو هېوادونو تر منځ حالات له دې امله هم ترينګلي دي، چې پاکستان له تېرې اوږدې مودې پر خپله قبايلي سيمه واک نه لري او جهادي ډلې په دغو سيمو کې خپل فعاليتونه کوي.

بل پلو افغان حکومت هم پاکستان سره په ګډه اوږده پوله بيخي واک نه لري.

طاهرخان زياتوي، چې افغان حکومت له پاکستانه غوښتي، چې د افغانستان په سوله او امنيت کې مرسته وکړي او په مقابل کې به يې افغان حکومت هم د پاکستاني طالبانو په ځپلو کې بشپړه همکاري ورسره وکړي.

د کابل او اسلام اباد تر منځ د ستونزې اصلي لامل پر يو بل بې باوري ده او له تېرو لسو کالو پر يو بل په ګڼو موضوعاتو کې تورونه لګوي او تر اوسه هم دواړه لوري داسې يو تړون ته نه دي رسيدلي، چې له مخې يې يو بل سره باوري همکاري وکړي.

د طاهرخان په وينا، پاکستان هڅه کوي، چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني پر هغو وعدو ټينګ کړي، چې دوه مياشتې وړاندې يې پاکستان سره کړې وې او سيمه کې يې د نوي سياسي بهير د پيلولو هوډ کړی و او دواړه هېوادونه به سيمه کې د ګډ دښمن پر ضد په ګډه مبارزه کوي.

په عين حال کې پاکستاني پوځ د امريکا په غوښتنه شمالي وزيرستان او نورو قبايلي سيمو کې د پاکستاني طالبانو او د هغوی د پلويانو پر ضد پوځي عمليات پيل کړي دي او په مقابل کې يې له امريکا او افغانستانه غوښتي، چې د هغو کړيو پر ضد دې پاکستان سره مرسته وکړي، چې د پاکستان امنيت لپاره ګواښ دي او پاکستان د دغو دښمنانو مرکز د افغانستان سرحدي سيمې بولي.

پايله

د ستراتيژيکو او نظامي چارو کارپوهان وايي، چې پاکستاني طالبان به له دې وروسته د نظامي او ملکي ځايونو په ګډون په ولسي ځايونو کې خپلو بريدونو او چاودونو ته زور ورکوي.

د پاکستان د قبايلي سيمو د ستراتيژيکو څېړونو مرکز غړی منصور محسود وايي، چې د پاکستاني طالبانو له لوري پر نظامي او ملکي تنصيباتو د بريدونو او چاودنو له ناکامۍ وروسته دغه ډله د مايوسۍ ښکار ده او په قبايلي سيمو کې د پاکستان د پوځي عملياتو له امله پاکستاني طالبان ځانونه اړ بولي، چې حکومتي چارواکو ته خپل زور وښيي او که پر حکومتي چارواکو يې زور ونه رسي، نو په ولسي ځايونو کې به خپل بريدونه او چاودنې کوي.

د پاکستاني طالبانو دغو بريدونو د حکومتي چارواکو غوسه راپارولې؛ ځکه يې قبايلي سيمو کې خپل بريدونه او بمبارۍ زياتې کړي او په عين حال کې د هغو پاکستاني طالبانو کړاوونو او ستونزو کې هم زياتوالی راغلی، چې پاکستاني زندانونو کې پراته دي او پاکستاني چارواکو پرېکړه کړې، چې د پاکستاني طالبانو يو شمېر غړي به ډېر ژر اعدام کړي.

د پاکستاني طالبانو غبرګون

پاکستاني طالبان وايي، چې دوی د حکومت له ګواښونو نه ويريږي؛ ځکه چې پاکستان له دې مخکې هم د دوی بندي ملګري وژلي دي او وخت پر وخت يې جسدونه په سړکونو او لارو کوڅو کې پراته وي او دوی له پاکستاني چارواکو د رحم او مهربانۍ تمه نه لري.
طالبان د وژلو په موخه نه و راغلي

د پېښور پر پوځي ښوونځی د پاکستاني طالبانو بريدونو په اړه ډول ډول څرګندونې او تبصرې کيږي او هر څوک يې د خپلو معلوماتو له مخې څېړي.
يو شمېر کارپوهان په دې اند دي، چې پاکستاني طالبانو د دې لپاره ښوونځی يرغمل کړی و، چې پر چارواکو خپلې غوښتنې ومني، مګر چارواکو او په ځانګړې توګه نطامي مسؤولينو دغو بريدګرو سره له هر ډول خبرو انکار وکړ او بريدګرو هم د مايوسۍ له امله ښوونځي کې پر موجودو زده‌‌کوونکو ډزې پيل کړې.

د پېښو څارونکي په دې اند دي، چې پاکستاني طالبان له خيبره تر کراچۍ خپلې ريښې لري او له دې وړاندې يې هڅه کوله، چې پر نظامي او دولتي ځايونو بريدونه او چاودنې وکړي، مګر اوس چې دغه ډله د مايوسۍ ښکار ده، نو دوی به هڅه کوي، چې د حکومتي چارواکو اولادونه او خپلوان په نښه کړي او دغه جګړه به د يو اوږدې مودې لپاره دغه هېواد کې روانه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

دا دومره وخت دی پاکستان لیخواه په افغانستان کی چاودنی او بریدونه کیږی نن چی په بیښور کی چاودنه شوی پاکستانی چارواکو ولی افغانستان ته دومره جدی اوسخت ورننګ ورکړو علت یی په څه کی ده

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x