افغانستان

امریکا: په افغانستان کي دالقاعده شبکې ۱۰۰ جنګالي دي، خو مهم رول لوبوي

taliban-fighters-pose-with-weaponsپه افغانستان کي د امریکا دوهم ستر جنرال تیره دوشنبه وویل چي د القاعده شبکې تر ۱۰۰ کم غړي اوس په افغانستان کي وجود لري، خو هغوی د افغاني طالبانو په تمویل کي او جګړیز مهارتونو ور زده کولو کي مهم رول لوبوي.

جنرال رودریجز وویل چي تر اوسه دا تر وخت له مخه خبره ده چي د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن مړینه به د طالبانو پر عملیاتو

او یا د امریکايي فوځونو پر بیرته ستنیدو تاثیر ولري کنه.

رودریجز چي په افغانستان کي د ناټو د عملیاتو ورځني قیادت او څارنه کوي، ویل : تر اوسه مونږ په دغه فکر یو چي به افغانستان کي تر ۱۰۰ کم د القاعده شبکې غړي پاته دی.

او زیاته یی کړه: مګر دوی د یو قسم کوادرو رول لوبوي، دوی طالبانو سره په اقتصادی برخه او د جګړې په اړه روزنه ورکوي.

ددې تر مخه افغان ولس مشر حامد کرزي او نورو افغاني جګ پوړو چارواکو ویلي وه، چي د اسامه بن لادن مړیني دا ثابته کړه چي د تروریزم ضد اصلي جګړه د افغانستان د پولو څخه باید ها خواته ترسره شي، نه چي د افغانستان په داخل کي.

ځینو شنوونکو ویلي چي د القاعده او طالبانو تر منځ علاقات له پخوا څخه لا ښه نه وه، او کله چي اسامه ووژل شو، نو د طالبانو غبرګون د نورو اسلامي ګوندونو چي له واره يې د غچ اخیستلو ګواښ وکړ، په څیر ګړندی نه وو.. چي ددوی په قول دا څرګنده وي چي طالبان غواړي د القاعده شبکې څخه ځان لیري کړي.

امريكايي جنرال رودريجز وويل: القاعده د افغانستان په سطحه د طالبانو سره پر مختلفو سویو اړیکي لري او په ګډه کار ورسره کوي، تر څو په جګړه کي يې ښه والی راسي، مګر تر اوسه دا تر وخت مخکي خبره ده چي پر طالبانو به د اسامه مړینه تاثیر ولری.

د امریکا د دفاع وزارت ددې تر مخه ویلي وه چي په پاکستان کي د اسامه بن لادن مړینه کیدای سی په افغانستان کي دجګړې د لوبي ډیر قواعد بدل کړي، په داسي وخت کي چي امریکايي سناتوران د اسامه د مړیني وروسته د امریکایانو د چټک وتلو غوښتني کوي.

امریکايي جنرال رودریجز وویل چي د اسامه بن لادن مړیني تر اوسه په افغانستان کي د ناټو په عملیاتو کي کوم تغییر نه دی راوستلی، او نه تر اوسه داسي پریکړه شوي چي څومره ځواکونه به وزي او په څومره وخت کی به وزي.

نومړي وویل چي د القاعدې شبکه پر یوه شخص باندي ولاړ تنظیم نه دی، مونږ باید انتظار وکړو.. او وګورو چي دغه پيښي پر نومړي تنظیم څومره تاثیر لرلی دی.

د یو سوال په جواب کي چي ایا د اسامه بن لادن مړینه به د امریکايي قواوو پر ژر وتلو تاثیر ولري کنه، نومړي وویل چي تر اوسه په دغه اړه کومه پریکړه نه ده سوې، لږ به انتظار سو، چي حالات پر کومه خوا ځي.

له رويتر خبري اژانس څخه

ځانګړی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x