افغانستان

کابل کې د يوې ښځينه قاضي مړی موندل شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۲۸مه ۱۳۹۳ل): د کابل ولايت بګراميو ولسوالۍ چارواکي وايي، چې د يوې ښځينه قاضي، مړی يې موندلی، چې تېره ورځ وژل شوې ده.

د کابل پوليس وايي، چې وژل شوې ښځه فاطمه نوميږي او د فاميلي محکمې قاضي وه، چې تېره ورځ درې بجې له خپل دفتره ووته او له هماغه ځايه نادرکه شوه او تېره شپه اته بجې يې د بګراميو ولسوالۍ کې مړی وموندل شو.

پوليس وايي، چې د پېښې په تړاو يې د وژل شوې فاطمې خاوند نيولی او په دې اړه ترې پوښتنې ګروېږنې روانې دي.

لومړۍ پلټنې وايي، چې فاطمه له دفتره کور ته رسيدلې او پر پر بدن يې د مرمۍ نښې نه ليدل کيږي او کېدای شي د کورني تاوتريخوالي له امله وژل شوي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x