ټکنالوژي

وینډوز فون کاروونکو ته ښه خبر واورول شو

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۲۸مه ۱۳۹۳ل): مایکروسافټ کمپنۍ اعلان کړی چې ټول لومیا سمارټ فون اپریټنګ سیسټم به د روان کال د جنوري په میاشت اپډیټ کړي.

د اپریټنګ سیسټم دغه اپډیټ به په څو مراحلو کې وړاندې کیږي. لومړۍ به دغه اپډیټ د مایکروسافټ لخوا انتخاب شوي تولیداتو کې تر سره کیږي او بیا وروسته به نورو کاروونکو ته وړاندې کیږي.

تر دې مهاله د دغې کمپنۍ په تولیداتو کې وینډوز ۸ او ۸.۱ کارول کیږي چې دغه اپریټنګ سیسټم د خلکو له تود هرکلی سره نه دی مخ شوی نو په همدې اساس مایکروسافټ کمپنۍ غواړي دغه اپریټنګ سیسټم یو نوی ورژن ته اپډیټ کړي.

دغه نوی اپډیټ به له ځانه سره نوي ځانګړتیاوې هم راوړي خو مهمه دا ده چې دغه ځانکړتیاوې به وکولی شي د کاروونکو توجه خپل لوري ته جذب کړي او که نه.

دغه نوی اپډیټ کې د کامرې او تصویر اخیستلو په برخه کې ډیر نوي ځانګړتیاوې معرفي شوي چې په پوره ډاډ سره به د کاروونکو په جذبولو بریالی شي.

دغه نوی اپډیټ ډینېم (Denim) نومول شوی او د کمپنۍ په وینا دغه اپډیټ کې ډیر څه ځای پر ځای شوی چې کولی شي د کاروونکو شکایتونه لرې او هغوي راضی کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x