خبرونهنړۍ

افریقا: بشپړ کلی په یو ځايي ډول د اسلام پر مبارک دین مشرف شو

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۲۸مه ۱۳۹۳ل): د یو مسلمان دعوتګر په هڅو د افریقا په لویدیځ کې د یو کلي ټولو اوسیدونکو په یوځايي ډول د اسلام مبارک دین قبول کړ.

دا کلی د «غانا» هیواد په شمال کې پروت دی او دوه نیم زره (۲۵۰۰) اوسیدونکي لري، چې د مصري عالم او دعوتګر «شيخ وحید عبد السلام بالي» په دعوت ټول په یوځايي توګه مسلمانان شول.

شیخ عبدالسلام بالي ته د دعوت په لار کې د نه ستړي کیدونکو هلو ځلو له کبله په یو ویشتمه پیړۍ کې د «افریقا فاتح» لقب ورکول کیږي.

د شیخ وحید عبدالسلام بالي ځانګړنه دا ده چې په دعوت کې یوازې په وینا او خطبې اتکا نه کوي، بلکې د خلکو د ورځنيو اړتیاوو پوره کولو ته هم زیاته پاملرنه کوي.

نوموړی د نویو مسلمان شویو افریقایانو په سیمه کې ځمکې اخلي او بیا پرې د هغوی لپاره مسجدونه، ښوونځي او روغتونونه ودانوي، تر څو عیسوي مبلغینو ته محتاج نه شي او هغوی یې له اړتیاوو بده استفاده ونه کړي.

سره له دې چې په افریقا کې د عیسویت مبلغین د مسلمانانو له فقر څخه په استفادې د هغوی د تنصیر لپاره ډیرې هلې ځلې کوي، خو ویل کیږي چې د یو څو ګوتشمیر داعیانو په هڅو د اسلامي دعوت کوښښونه هم په بریالیتوب پر مخ روان دي.

شیخ وحید عبد السلام بالي وايي چې داسې هم پیښ شوي چې د یوې کلیسا پادري (راهب) د اسلام دین قبول کړی او سمدستي یې خپله کلیسا په مسجد بدله کړې.

د یوې احصایيې له مخې د افریقا په لسو هیوادو کې نږدې یو نیم لک کسانو د «شیخ وحید عبدالسلام بالي» په لاس هدایت موندلی او د اسلام په دین مشرف شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
gul

والله شیخ صاحب بختور دی چې په لکونوخلک یي مسلمان کړي دي، زموږ شیخان او لیډرانو خو خلک له اسلام خواتوري کړل

fayaz khan

سبحان الله

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x