نړۍ

پاکستاني طالبانو د پېښور برید جزییات خپاره کړل

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۲۸مه ۱۳۹۳ل): پاکستاني طالبانو د پېښور پر پوځي ښوونځي د برید جزییات خپاره کړي او ویلي یې دي چې په برید کې په نښه شوي کسان د پاکستان د پوځ جنرالان او د دوی ځامن دي چې د «مسلمانانو د وژنې لپاره یې ټریننګ کاوه».

د پاکستاني طالبانو ویاند محمد الخراساني په یوه ځانګړي پیغام کې د پېښور د سې شنبې /لیندۍ ۲۵مې دسمبر ۱۶مې/ د ورځې برید په اړه ویلي چې په برید کې د دوی شپږو ملګرو برخه اخېستې وه. خراساني ویلي چې «د دوی ملګرو د پاکستان د پوځ په یوه ښوونځي چې ډير ټينګ امنیت یې نیول شوی و، برید وکړ، د پاکستان د پوځ جنرالان او هغه بالغ ځوانان چې وروسته په قبایلي سیمو او نور پاکستان کې د دوی پر ضد په جګړې کولو کې د پلرونو او ورونو پر لاره تلل، پر نښه کړل».

خراساني زیاته کړې چې دغه عملیات د دوی د پېښور او دره ادم خیل د سیمې د مشر عمر منصور تر ژوندۍ څارنې لاندې شوي. نوموړي ویلي چې پېښور او دره ادم خیل مشر عمرمنصور د ټول برید پر مهال له خپلو بریدګرو ملګرو سره په تماس کې و او هغوی ته یې هدایات ورکول.

خراساني له قوله په عملیاتو کې د دوی د کمانډويي ځواکونو (ایم ایس جي) شپږ تنو په دغو عملیاتو کې برخه اخېستې وه، او په دغه برید کې ډګروال، د څارګرې ادارې او پوځ افسرانو په شمول ۲۰۰ د پوځيانو زامن ووژل شول.

خراساني په دغه ویډيویي پیغام کې ویلي چې پاکستاني ځواکونه له تېرو شپږو کلونو راهیسې د دې ادعا سره چې طالبان ورک کړي په قبایلي سیمو او ملاکنډ کې زرګونه مسلمانان وژلي او په لکونو نور مهاجر شوي.

نوموړي د دغو عملیاتو نومونه ضرب عضب «تورې ګوزار»، د نجات لاره، سمه لاره، د زمري زړه او خیبر ون ښودلي دي.

پاکستاني طالبانو ویاند همدا راز ویلي چې پاکستان له بل پلوه د دوی د ملګرو خپلوان نیسي، وژني يې او مړي يې په لرې پرتو سیمو کې غورځوي.

«يواځې په دې کال کې تر ۶۰۰ زیات ولسي وګړي د پاکستان په زندانونو کې وژل شوي».

خراساني ویلي چې پاکستاني طالبانو څو څو وارې حکومت ته ګواښ کړی چې له «جنایتونو لاس واخلي»، نوموړي له حکومت سره د مذاکراتو ناکامي د پاکستان له لوري د دوی د ورکو ملګرو وژنه ښودلې ده.

خراساني له قوله چې د پاکستان حکومت د «تاریخي ظلمونو او جنایتونو له کبله دوی هغه ښوونځی چېرې چې د پوځیانو بچیان زده کړې کوي، په نښه کړ. د ښوونځي دننه دوی هغه څانګه په نښه کړه چېرې چې ځوانان او بالغ عسکر مېشت دي».

طالبانو ویلي چې دوی د پاکستان حکومت او پوځ ته د دغو عملیاتو له لارې خبر ورکوي چې «په قبایلي سیمو کې پوځي عملیات او د دوی د ملګرو د خپلوانو وژنه ودروي. همدا راز په پاکستاني زندانونو کې دې ټولې ښځې خوشې کړي او د نورو د نیولو لاس واخلي.»

طالبانو ګواښ کړی چې که دا غوښتنې يې پوره نشي نو دوی «مجبور دي چې د پاکستان په ګوټ ګوټ کې پوځي مېشت ځایونه په نښه کړي.»
نوموړي پر پاکستاني ولس غږ کړی چې له محاکمو او حکومتي ادارو څخه لرې واوسي او له هغوی سره اړیکې پرې کړي.

د یادونې وړ ده چې د دسمبر پر ۱۶مه د پاکستان د پوځ پر یوه ښوونځي «ارمي پبلک سکول» د پاکستاني طالبانو برید لږ تر لږه ۱۴۴ کسان ووژل او تر ۲۴۵ زیات يې نور ټپیان کړل.

پاکستاني چارواکو دغه برید د دغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو خونړی وباله او په ټول پاکستان کې یې درې ورځې ویر اعلان کړ.

وروستي راپورونه وايي چې ښايي په څو ساعتونو کې د پېښور د برید په غبرګون کې څو پاکستاني طالبان په دار وځړول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عطیش

هو دا بلکل واقعت دی چی دپاکستان قانون د انګریز قانون نه اخستل شوی دی او دا وژل شوی کسان ټول چی په فدای عملیاتو کی وو ژل شول ټول د انګریز بچیان دی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x