نادري ناولده

ايراني استاد په افغان زده کوونکو فاضله مواد خوړلي

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۲۸مه ۱۳۹۳ل): ایران کې څو تنه  افغان زده کوونکو له دې امله دردونکی سپکاوی شوی چې درسي مواد او کورنۍ وظیفه یې نه وه کړې.

د راپورونو له مخې څلور تنه افغان زده کوونکي حامد، مرتضی، یاسین او محمد رضا چې د پاکدشت ولسوالۍ په سیمه ییز ښوونځي کې د درېیم صنف  زده کوونکي دي، د ښوونځي د استاد له لوري مجبور شوي چې په کمود کې لاسونه ننباسي او بیا خپل «په فاضله موادو ککړ» لاسونه خوله کې ووهي.

دغه راپور د ایران په سیمه ییزو ورځپاڼو کې چاپ شوې. راپور کاږي چې د څلورو تنو زده کوونکو د سپکاوي پر مهال د صنف د «مشر/کپتان» له لوري څارل کیدل.

د پاکداشت ولسوالۍ چارواکي وايي چې  چې په دغه ولسوالۍ کې ۱۰زره افغان او ۵۲ زره ایراني زده کوونکي زده کړې کوي.

د ماشومانو کورنۍ وايي چې د ښوونځي د ادارې لخوا ورته ګواښونه کیدل چې که د دغه ناوړه پېښې په اړه یې شکایت وکړ نو د ښوونځي دروازه به په افغان زده کوونکو وتړي.

ایراني رسنۍ وايي چې ددغو څلور ماشومانو کورنیو له دې امله چې بچیان یې له زده کړو پاتې نشي دغه خبره له رسنیو پټوله.

راپور زیاتوي چې کوښښ کیدلو دا ناوړه پېښه پټه پاتې شي خو د یوه زده کوونکي مور پېښه په عامو خلکو کې خپره او رسنۍ يې پرې خبرې کړې.

په عین حال کې د پاکدشت ولسوالۍ د پوهنې ریاست په زده کوونکو د فاضله موادو خوړل رد کړي خو دا یې منلې ده چې زده کوونکو ته سزا ورکړل شوې.

ایران کې افغان مهاجرین وايي چې په دغه هېواد  کې د زده کوونکو وهل (بدني سزا) قانونا منع ده، خو دوی ګوري چې افغان  زده کوونکو سره د بې ساري او دردونکي سپکاوي په تړاو ایران حکومت څه اقدام کوي.

ایران کې له افغانانو سره له حده زیات تعصب او ناوړه چلند کیږي. د ایران د نژادي او مذهبي تعصبونو له امله دې ته ورته د زیاتو پېښو خبر ورکول کیږي.

ایران کې افغان مهاجرین وايي چې زیات شمېر افغانان هم د ایران شیعه حکومت له لوري له کوم ښکاره ثبوت پرته اعدامیږي.

ایران په تېرو څو کلونو کې زرګونه افغانان اعدام کړي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابن شهید ين

لعنت الله علي شيعة الضالة..
شيعة كان لدي نه هم زيات وحشيان دي
ددي مذهب دثواب به نيت هم دير وخت به سر باندي فاضله مواد وهي ..
خو افسوز زما ملك او افغانا نو ته جي ايران دخبل دشمن به حيث نه بيزني ….اللهم عليك بشيعة الظالمين الوحشين الروافضة

ډاکتر احمدی

شیعه سره خو زما کومه دښمنی نشته ځکه په نړی کی ۲۰۰ ملیونه شیعه ګان اوسیږی د ټولو تکفیر د اسلامی نړی اوسنی حالت کی ډیر سختت کار دی او دا یوه ضربه ده اسلامی امت ته خو د ایران حکومت او د هغوی لاسپوسو په هکله چی دلته اوسیږی داسی ووایم چی دوی همیشه ورته نعوذ ان بالله ثانی قبله ورته وایی دوی سره همداسی ښکاری او همداسی ښه دی

ابن شهید ين

احمدي صيب .
هو ستا به ور سره زكه كار نوي جه هغوي اموالمؤمنين عايشي رضي الله عنها ته كوم الفاظ استعمال لوي ..كبار صاحابه جهنميان بولي قران تحريف بولي.
كعبه مشهد ته ورل غواري نجف اشرف بولي تر حرمينو …..
نو زكه ور ته كافر ويل سخت كار دي جي يو خو ته ور سره دوشمني نه لري .دوهم به نري كي 200 مليونه شيعه كان زوند كوي.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close