ورزش

کینیایي لوبډلې بیا هم د پاکستان په وړاندې ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۲۸مه ۱۳۹۳ل): نن د کینیا ملي او پاکستان الف لوبډلو تر منځ پنځمه یوه ورځنۍ لوبه وه. دغه لوبه کې کینیا ملي لوبډلې په ۱۱۸ منډو ماتې وخوړه.

لوبې پچه کینیايي لوبډل مشر وګټله او سیالې لوبډلې ته يي توپ وهنې بلنه ورکړه. پاکستاني لوبډلې په خپل وار یوازې ۵ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۲۴ منډې جوړې کړې چې دغو منډو کې د مختار احمد ۸۷ او افتخار احمد ۵۰ منډې د یادولو وړ دي.

د کینیا لپاره اودیامبو او رینجر دوه دوه ویکټې اخیستلو سره ښه وځلیدل.

کینیايي لوبډلې توپ وهونکي ښه لوبه ونکړه او د ټاکل شوي هدف په پوره کولو کې پاتې راغلل. کینیايي لوبډلې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۰۶ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي په ۱۱۸ منډو وبایلله.

د پاکستان لپاره فواد عالم او مختار احمد دوه دوه ویکټې اخیستلو سره غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x