نړۍ

پاکستان خپل دوه پوځيان اعدام کړل

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۲۸مه ۱۳۹۳ل): پاکستان د ۲۰۰۸ز کال وروسته په لومړي ځل خپل دوه پخواني پوځيان اعدام کړل.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د پنجاب ایالت د فیصل اباد ښار زندان چارواکو منلې چې محمدعقیل مشهور په ډاکترعثمان او ارشدمحمود یې نن د جمعې په ورځ له ماښام وروسته اعدام کړي.

ډاکتر عثمان د راولپنډۍ په اعلی قومندانۍ د برید سربېره په لاهور کې د سري لنکا کرکټ لوبډلې باندې په برید تورن و.

نوموړی همدا راز د پخواني ولسمشر پرویز مشرف او د پلازمېنې اسلام اباد کې د میرټ په هوټل برید کې هم نوموړی تورن ښودل شوی و.

پاکستاني رسنۍ وايي چې ارشد محمود په پخواني ولسمشر پرویز مشرف برید کې لاس درلود.

ډاکتر عثمان چې ویل کیږي د پاکستان په اعلی قومندانۍ د نورو ۱۰ تنو سره  برید کړی و.
ډاکتر عثمان چې ویل کیږي د پاکستان په اعلی قومندانۍ د نورو ۱۰ تنو سره برید کړی و.

د فیصل اباد ښار د زندان یو چارواکي بي بي سي اردو ته ویلي چې دا لومړی ځل دی چې د ماسخوتن لمونځ وروسته څوک اعداميږي، تر دې وړاندې اعدام د سه شنبې، چهارشنبې او پنجشنبې په ورځ د سهار لمونځ پر مهال ورکول کېدله.

نوموړي ویلي چې د زندان په تګلاره کې یې تعدیل کړی او اوس هره ورځ او هر وخت پړه کسان اعدامولای شي.

۳۵ کلن ډاکتر عثمان (عقیل) د پنجاب ایالت د کوټه سیمې اوسیدونکی دی  او د پاکستان د پوځ پخوانی مامور و.

نوموړی د پاکستان د پوځ په طبي څانګه کې کار کړی و او په ۲۰۰۴ کې له پوځه تښتیدلی و.

د پاکستان په اعلی قومندانۍ د برید پر مهال د دغه هېواد د پوځ ویاند ډګرجنرال اطهر عباس ویلي و چې عقیل (ډاکتر عثمان) په ۱۹۸۹ کې په پوځ کې شامل شوی و او په ۲۰۰۴ کې له پوځه وتښتید.

د پاکستان په اعلی قومندانۍ (GHQ) د بريد پر مهال عقیل د قومندانۍ په دروازو کې بمونه ښځ کړ چې له امله یې د پاکستان د پوځ پنځه کماندو عسکر ووژل شول.

ډاکتر عقیل په اړه ویل کیږي چې د برید پر مهال په ټپي حالت کې نیول شوی و.

د ۲۰۰۹ز کال کې ۱۰ تنو بریدګرو د پاکستان تر ټولو سترې پوځي مرکز برید وکړ چې د پاکستاني چارواکو له قوله ۱۱ پوځیان په کې ووژل شول.

دغه برید په خپل نوعیت کې د پاکستان په تاریخ کې بې ساری برید بلل کیدو.

په ۲۰۰۸ ز کال کې پاکستان د مرګ سزا باندې بندیز ولګولو او د ۲۰۰۸ز کال څخه تر ۲۰۱۳ز کال پورې ایله ۲ کسان اعدام شوي چې د پاکستان نظامي محکمو په اعدام محکوم کړي وو.

پاکستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر ویلي و چې د اعدام سزا يې ځکه بندیز لګولی چې د اروپايي هېوادونو څخه مرستې ترلاسه کړی.

د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف د پېښور د برید وروسته د اعدام پر سزا لګیدلی بندیز لرې کړ او امر یې وکړ چې د «ترهګرۍ» په تور نیول شوي کسان اعدام کړي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې نېږدې وخت کې شاید ۵ نور کسان هم اعدام شي.
د بشري حقوقو ادارې تر دې مهاله دغو اعدامونو په اړه څه نه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

اوس نو د نړی ټولو مسلمانانو ته معلومه شوه چی د باکستان پوځ او حکومت او استخبارات د اسراییلو د پوځ سره هیڅ توپیر نلری
هیله ده چی طالبان په دی خبره پوه شوی وی

ملا عبدالله

زما په اند پاکستان او امریکا یوه پالیسی لری. او پر مونږ یی کوم فرق هم نشته. دواړه د انګریز قانون پلی کوی.
زما د مجاهدینو وړونو څخه هیله داده چی یوازی دی په افغانستان کی جهاد نکوی بلکه پاکستان دی هم ورسره ملګری کړی. مننه

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx