افغانستان

د هیواد په جنوب کي ۴ تنه بهرني سرتیري وژل شوي دي

killed_in_afghanistan_helmandنن ټکی آسیا: په کابل کي د بهرنیو ځواکونو ایساف رسنیز مرکز په یوه خبرپاڼه کي خبر ورکړی چي د افغانستان په جنوب کي ددوی ۴ تنه عسکر وژل شوي دي.

که څه هم ایساف د پيښي په اړه نور معلومات نه دي ورکړی او نه يې د وژل شوو عسکرو هویت څرګند کړی، خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي

چي نن غرمه د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ په سلام بازار کي ددوی مجاهدینو د بهرنیو عسکرو پر یوه عراده موټر باندي ماین وچوی، چي له کبله يي لږ تر لږه ۴ تنه بهرني عسکر مړه او ټپیان شوه.

نومړي د یوبل خبر له مخي هم وویل چي نن سهار د پنځو بجو په شاوخوا کي په همدې سیمه کي د بهرنیو ځواکونو پر یوه بل موټر باندي چاودنه وشوله، چي له امله يې په موټر کي سپاره ټول عسکر وژل شوي دي.

د یادوني وړ ده چي نن سهار د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالي کي هم د بهرنیانو یوه الوتکه را غورځیدلې وه، چي د ایساف له خوا يې په اړه ویل شوي وه چي څلور تنه عسکر يې صرف ټپیان شوې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x