پاکستاني لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو لړۍ وبایلله

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۲۸مه ۱۳۹۳ل): شیبه وړاندې د پاکستان او نیوزیلینډ لوبډلو تر منځ د پنځه یو ورځنیو سیالیو وروستۍ لوبه پای ته ورسیده چې دغه لوبه کې پاکستان په ۶۸ منډو ماتې وخوړه.

نیوزیلینډي لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره توپ وهنې پریکړه وکړه. نیوزیلینډ ټاکل شوي اورونو کې خپل څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۷۵ منډې جوړې کړې.

دغه لوبه کې د نیوزیلینډ لپاره ویلیمسن ۹۷ منډې جوړې کړې په داسې حال کې چې ټېلر ۸۸ او لېتم ۲۲ منډو جوړولو سره ناسوځیدلي پاتې شول.

د پاکستان لپاره محمد عرفان دوه ویکټې اخیستلو سره غوره توپ اچونکی ثابت شو.

پاکستاني لوبډلې ځوابي توپ وهنه کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۰۷ منډې جوړې کړې چې دغو منډو کې د احمد شهزاد ۵۴ او حارث سهیل ۶۵ منډې د یادولو وړ دي.

نننۍ لوبه کې هېنري د پاکستان پنځه توپ وهونکي سوځولو سره ښه لوبه وکړه. نوموړي خپل ۹ اورونو کې یوازې ۳۰ منډې ورکړې.

د سیالیو دغه لړۍ له دې مخکې ۲-۲ سره مساوي وه چې نیوزیلینډ دغه لوبې له ګټلو سره د لوبو دغه لړۍ وګټله.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د