دیني، سیرت او تاریخ

حجاب په اسلام اوساينس کی(۱۲)

لیکوال: عبدالغفارجُبیر

په حجاب کی نغښتې ښې ګڼې

1: دالله جل جلاله اطاعت دی:

حجاب کول دالله جل جلاله اودهغه دسترپېغمبرصلی الله علیه وسلم امرمنل دی، چی داسبب ودخول ته دجنت دی، الله جل جلاله په قرانکریم کی فرمایی:

ژباړه:

اونه دی رواهیڅ مومن سړی اونه هیڅ ښځې مومنې ته کله چی حکم وکړی الله اورسول ددغه (الله) په یوامرکارکښې داچی وی دوی ته اختیارله امره کاره خپله (په خلاف دامردالله اودرسول) هیڅ اوهرڅوک چی اطاعت نه کوی دالله اودرسول ددغه (الله) پس په تحقیق ګمراه شوپه ګمراهۍ ښکاره سره۔ (الاحزاب 36)

دعلماء کراموپه دې باندی اتفاق دی چی ښځه بایدپه نن عصرکی چی کوم حجاب کوی بایدمخ اولاسونه هم پټ کړی داځکه چی اوس دفتنوسیلاب هرځای روان دی چی په کومه اندازه سره یوه مسلمانه مېرمن ځان په حجاب کی پټوی په هم هغه اندازه سره دالله جل جلاله درحمت مستحقه ګرځی۔

2: حجاب عفت دی:

الله جل جلاله حجاب دښځې لپاره ددې عفت اوعزت ګرځولی دی،چی ددې حیاء ئې پکښې نغښتې اوساتلې ده، لکه څرنګه چی موږمخکی هغه ایات مبارک ذکرکړ چی داد(سورت الاحزاب 59) چی مخکی ئې بیان شویدی، ددې ایات څخه داپه ښکاره ډول سره جوتیږی چی دښځې لپاره داحرامه ده چی خپله ښکلا، زینت، اوزېور وبل چاته ښکاره کړی، اوداحکم پکښې دی چی ځانونه دنارینه وڅخه ونغاړی چی دنارینه ووددیدښکارنشی، خوالبته هغه ښځې چی سپېن سرې وی، داجوازورته شته چی لاسونه اومخ ئې ښکاره وی، خوبیاهم الله جل جلاله ورته وایی چی ددې ښځو(سپین سرو)لپاره هم داښه ده چی حجاب وکی، چی دادووی لپاره خیردی۔

3: حجاب پاکی ده:

الله جل جلاله وموږته دحجاب حکمت اوفلسفه راښی اوفرمایی:

ژباړه:

اوکله چی غواړی تاسی له دغو(مطهراتوازواجو) څخه دکوم متاع کارکوم څیزپس غواړی هغه له دوی نه دباندی دپردې دغه (غوښتل دباندی دپردې) دتاسی ډېرپاک ساتونکی دی دزړونوستاسی او(ډېرپاک ساتونکی دی) دزړونوددوی۔ (سورت الاحزاب 53)

نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه

ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x