افغانستان

د کابینې څو وزیران مشخص شول

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۲۸مه، ۱۳۹۳ل): سره له دې چې د ګډ حکومت د دوو مشرانو له خوا د نوې کابینې د جوړښت په تړاو راز راز ژمنې شوي؛ خو له څو وزارتونو پرته نوره کابینه لا هم د تیارو په شپول کې پټه ده.

د ګډ حکومت اجراییه رييس ته نژدې کس محمد عالمي بلخي رسنیو سره په خبرو کې لا هم مشخص شوي وزارتونه نه په ګوته کوي او د «یوې اوونۍ» ژمنه تکراروي. د «یوې اوونۍ» وخت ژمنه له څه کم اتیا ورځو راهیسې د ګډ حکومت د مشرانو له خوا څو ځلې ولس ته ورکړل شوې ده.
نن د ګډ حکومت دواړو مشرانو ته د نژدې کړیو له خوا د ځینو کسانو نومونه په ډاګه شوي دي چې په پام کې ده د نوماند وزیرانو په توګه معرفي شي.

دغه سرچینه وايي چې له کورنیو چارو وزارت پرته ولسمشر غني او اجراییه رييس عبدالله عبدالله د کلیدي وزارتونو په باب هوکړې ته رسېدلي دي.

اریانا نیوز ادعا کوي چې یوې باوري سرچینې خبر ورکړی چې د واک په وېش کې د ملي دفاع وزارت د ولسمشر او د کورنیو چارو وزارت د اجراییه رييس په برخه رسېدلي دي. سرچینه زیاتوي چې لوی درستیز، شېر محمد کریمي د ولسمشر له خوا د دفاع وزیر په توګه په پام کې دی او د کورنیو چارو وزارت ته د اجراییه رييس له خوا تر دې دمه څوک نه دي معرفي شوي؛ خو سرچینې په دې باب د جمعیت ګوند د مخکښ غړي، جنرال عبدالستار مراد نوم یادوي چې شاید د کورنیو چارو وزیر په توګه معرفي شي. مراد مخکې د کاپيسا والي و چې پر پخواني ولسمشر یې رسنیو کې نیوکې وکړې او له دندې ګوښه شو.

دغه حکومتي سرچینه افشا کوي چې په دې نوملړ کې جیلاني پوپل د مالیې وزیر په توګه، صلاح الدین رباني د بهرنیو چارو وزیر په توګه، سردار محمد رحیمي د سوداګرۍ او صنایعو وزیر په توګه او رحمت الله نبیل د ملي امنیت عمومي رييس په توګه په پام کې نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د عبدالله عبدالله د کمپاین د ټیم مخکښ غړی عالمي بلخي وايي چې پر پاتې وزارتو د ګډ حکومت د دواړو مشرانو ترمنځ چنې روانې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ذکرالله پکتیاوال

ولسي جرګه څه هدف لري د کابینو له ځنډلو څخه؟

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x