په جلا پيښو کي یو بهرنی عسکر او ۳ اربکیان ووژل شوه
نن ټکی آسیا: نن د افغانستان په جنوب کي د بهرني ځواکونو یو تن عسکر د ماین چاودني په پيښه کي ووژل شو، د بهرني ځواکونو رسنیز دفتر دغه خبر په یوه خبرپاڼه کي ورکړ، هغوی د پيښي د قیق ځای نه دی ښودلی، خو د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدی ویلي چي نن د کندهار ولایت د ژړی ولسوالي په پاشمول سیمه کي پر بهرنیو ځواکونو چاودنه وشوله، چي له کبله يې یو شمیر عسکر ته مرګ ژوبله ورسیدله.
او همداسي د هرات په ولایت کي نن په یوه وسلواله نښته کي د قوماندان په ګډون درې تنه اربکی او یو عام وګړی ووژل شو.
پيښه د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ په بازار کي را منځته شوه، کله چي طالبانو د ملا رحمت په نامه د اربکیو پر یوه تن قوماندان برید وکړ.
د امنیتي چارواکو په قول ملارحمت او ملګري يې چي دوه تنه اربکیان او یو بل ملکي کس ورسره سپور وو، ووژل شوه.
د طالبانو ویاند د برید مسؤولیت په غاړه اخیستی، او ویلی چي نومړی قوماندان يې د دوو ساتونکو سره ووژلو.