pen-writing1

په کلو پراته وي – سيدالهام

شاعر: سید احسان الله الهام

په کلو پراته وي
بيرته تلاى نشي په تړلو بسترو پراته وي
دلته د ورځي په مخ راشي په کلو پراته وي
.
موږ په پټ لمر دسهارچاى څښو چي لمونځ وکوو
دوى فکر کړى وي چي دوى به ترسپيدو پراته وي
.
ته خو پخپله مري چي راشې تا يخ څه ليدلى
دلته ليوان له ډيره يخه په سلګو پراته وي
.
که ضد کوې نو خير دى راشه ته به هم ووينې
تر ځان ښاغلي چي په کليو او بانډو پراته وي
.
حسين ګلشن دى شين ځنګل دى افغانى ټاټوبى
دلته غازيان لکه زمريان په سنګرو پراته وي
.
زماخو يقين دى ته هم پوخ که دا يقين در سره
هيڅ به مات نه شي چي الله ته په سجدو پراته وي
.
سپر طاقت وي په جوش راشي بياشي پړ الهامه!
د سميټي ډيوالو شاته له بريدو پراته وي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د