
فرانسویان په بشپړ ډول افغانستان پرېږدي
نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): د فرانسې دفاع وزارت وايي چې د ناټو تر چتر لاندې په افغانستان کې مېشت خپل وروستي عسکر هم وباسي.
تر دې وړاندې فرانسې په افغانستان کې د ناټو په پوځي ماموریت کې څلور زره عسکر درلودل چې په ۲۰۱۲م کال يې د خپل پوځي ماموریت د پای اعلان وکړ او یو سل پنځوس تنه عسکر يې په افغانستان کې د افغان عسکرو د روزلو په موخه پرېښودل.
د فرانسې د دفاع وزارت چارواکي وايي چې د روانې میلادي میاشتې تر وروستیو به پاتې یو سل او پنځوس تنه عسکر هم له افغانستان څخه وباسي او په دې ډول به د افغان عسکرو روزنه هم پای ته ورسوي.
فرانسې د امریکا په مشرۍ د ناټو په یرغل کې څلور زره عسکر درلودل، چې د دوی په قول پخپل پوځي ماموریت کې يې ۸۹ عسکر وژل شوي او ۷۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ناټو نوی ماموریت په نږدې راتلونکې کې پيلېږي او د افغان ګډ حکومت او ناټو ترمنځ د شوي تړون له مخې به د ناټو پاتې عسکر افغان عسکرو ته روزنه او مشورې ورکوي.
د فرانسې دفاع وزارت مسوولینو نه دي ویلي چې دوی به د ناټو په نوي ماموریت کې خپل عسکر ولري او کنه، خو د شنونکو په قول د پاتې عسکرو له ویستلو داسې ښکاري چې فرانسه د بیا راتګ فکر نه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې سلګونه پولنډي او ګورجستاني عسکرو هم افغانستان پرېښود او له هغه وروسته په تېره اکتوبر میاشت کې سلواکیې هم خپل ځواکونه له افغانستانه وباسل.
د فرانسې په جنګي عسکرو کې وروستی هغه يې د ۱۳۹۱ل کال د لېندۍ په ۲۵مه له افغانستان څخه ووت.
فرانسه د جنګي عسکرو په وېستلو کې درېیم مقام لري، چې تر هغه وړاندې کاناډا او تر کاناډا وړاندې هالنډ خپل پوځي ماموریت په ۲۰۱۰م کال کې پای ته ورساوه.
یاده دې وي چې د فرانسې محاربوي ماموریت لرونکو عسکرو ډېری برخه په کاپیسا کې مېشت وو، چې د دوی روزنیز ماموریت په کابل او کاپیسا دواړو کې ترسره کېده.
فرانسویان په داسې حال کې افغانستان پرېږدي، چې د دې هېواد سیاسي وضعه ناجوته او نظامي برخه کې د پراخو ناامنیو ښکار دی.