په څو کرښو کې لوی مفاهیم (۸)

حامد افغان

1) له یوه بل سره مرسته کوئ

وَتَعَاوَنُوا عَلَي الْبِرِّ وَالتَّقْوي. له یوه بل سره په نیکیو او تقوا کې مرسته وکړئ. البر، خلک رضاکول، التقوي، الله رضاکول. د ایت په دې لنډه جمله کې بحر په کوزه کې ځای کړل شوی، که څوک خلک او الله دواړه راضي کړي دا رښتینی بریالی دی، او د دې سترې موخې د ترلاسه کولو له پاره الله امرکړی ده: پخپلو کې مرسته سره کوئ : وتعاونوا.

2) دری غوره خویونه

وَإِنْ تَعْفُوا وَتَصْفَحُوا وَتَغْفِرُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيم. ٌ(التغابن 14). یعني که تاسو عفوه وکړئ او مخ ورنه واړوئ او بښنه ورته وکړئ نو الله بښونکی او مهربان دی.

الْعْفُو: نه ملامتول او له خطابي یې تېریدل،
الَْصْفَحُ: مخ اړول او ګواکي نه ده خطا شوی،
المغْفرُة: سزا نه ورکول او پرده یې کول.
د دې ایت په پیل کې الله جل جلاله له میرمنو او اولاد سره د اتیات کولو خبره کړې ده چې هغوی تاسو له دین نه غافله کوي او دښمنان مو دي نو پام ورسره کوئ.

3) اخلاص او عبادت

وَاصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ ۖ وَلَا تَعْدُ عَيْنَاكَ عَنْهُمْ .الكهف 28. یعني له هغو خلکو سره ځان ته صبر ورکړه او له هغو خلکو سره کښېنه چې هغوی سهار او ماښام خپل رب یادوي، د هغه ذات یې مراد وي، او له دوی سترګې مه اړوه.

الله جل جلاله رسول الله صلی الله علیه وسلم ته امر کړی چې له هغو خلکو سره ځان ته صبر ورکړه او له هغوی سره ناسته او ولاړه کوه چې دا دوه صفتونه لري: 1 ډېر عبادت کوونکي وي: يَدْعُونَ رَبَّهُمْ بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِ، 2 او اخلاص لري: يُرِيدُونَ وَجْهَهُ ۖ . له دې خلکو مراد هغه غریب صحابه کرام دي چې هیڅ یې نه لرل لکه بلال، عماره، صهيب او.. او د مکي کبرجنو مشرکینو له هغو سره ناسته د ځان له پاره عیب بلله، نو رسول الله ته یې وویل چې له موږ سره ځان ته مجلس کوه، خو الله جل جلاله رسول الله ته امر وکړه چې له هغو غریبانو سره کښېنه ځکه دوی ډېر عبادت کوونکي او مخلصین دي.

4) له خلکو سره نرمي کوئ

عروه بن الزبیر وایي: د رسول الله صلی الله عليه وسلم ميرمني عائشي وویل چې د یهودو څو کسان رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلل د راننوتلو په مهال یې وویل: السام علیکم، عائشه وایي زه یې په مطلب پوه شوم په ځواب کې مې ورته وویل: وعليکم السام واللعنه، دا وایي: رسول الله راته وویل: عائشي! ګذاره او نرمي کوه، الله په هر کار کې نرمي خوښوي، ما ورته وویل: يارسول الله! تا د دوی خبره واوریدله څه یې وویل؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: خو تا هم (وعليکم ) ورته وويلې.

عن عروة بن الزبير أن عائشة -رضي الله عنها- زوج النبي -صلى الله عليه وسلم- قالت: دخل رهط من اليهود على رسول الله -صلى الله عليه وسلم- فقالوا: السام عليكم، قالت عائشة: ففهمتها فقلت وعليكم السام واللعنة، قالت: فقال رسول الله -صلى الله عليه وسلم-: مهلا يا عائشة إن الله يحب الرفق في الأمر كله فقلت: يا رسول الله أو لم تسمع ما قالوا؟ قال رسول الله -صلى الله عليه وسلم-: قد قلت وعليكم. أخرجه البخاري، 5/ 2242.

یهودو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته سپکه خبره او ښېرا وکړه، السام علیکم یعني په مرض اخته شئ، کله چې عائشي په ځواب کې زیاتی وکړ یعني (واللعنة) یې هم زیات کړ رسول الله صلی الله علیه وسلم دا د نرمي خلاف کار وباله او هغه یې منعه کړه. یعني د مسلمانانو له سترو دښمنانو یهودو سره هم رسول الله صلی الله علیه وسلم نرم چلند کاوه او همدا د دعوت په لاره کې نبوي اخلاق دي.

5) د دعوت ثواب

ابوهريره رضی الله عنه وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چې (خلک) هدایت او سمې لارې ته راوبولي هغوی چې د ده پیروي وکړي ده لره د هغوی په څیر اجر او ثواب ده او د هغوی په ثوابونو کې به هم هیڅ شی نه کمیږي. او څوک چې (خلک) ګمراهي او بیلاري ته راوبولي هغوی چې د ده پیروي وکړي ده لره د هغوی په څیر ګناه ده او د هغوی له ګناهونو به هیڅ شی هم نه کمیږي.

عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: مَنْ دَعَا إِلَى هُدًى, كَانَ لَهُ مِنْ الْأَجْرِ مِثْلُ أُجُورِ مَنْ تَبِعَهُ, لَا يَنْقُصُ ذَلِكَ مِنْ أُجُورِهِمْ شَيْئًا, وَمَنْ دَعَا إِلَى ضَلَالَةٍ, كَانَ عَلَيْهِ مِنْ الْإِثْمِ مِثْلُ آثَامِ مَنْ تَبِعَهُ, لَا يَنْقُصُ ذَلِكَ مِنْ أوزارهم شَيْئًا. (رواه مسلم).

6) نبوت او شپني

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: الله چې هر نبي رالیږلی هغه میږې پوولې دي، ملګرو یې ورته وویل: او تا؟ ده وویل: هو، ما د مکي خلکو ته په څو قراطه* میږې پوولې. عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ مَا بَعَثَ اللَّهُ نَبِيًّا إِلَّا رَعَى الْغَنَمَ فَقَالَ أَصْحَابُهُ وَأَنْتَ فَقَالَ نَعَمْ كُنْتُ أَرْعَاهَا عَلَى قَرَارِيطَ لِأَهْلِ مَكَّة. رواه البخاري.

دکتور عمر عبد الکافي وايي:که زمونږ چارواکي غواړي چې ولسونه په ښه توګه رهبري کړي باید لومړی مېږې وپیايي. هغو تعلیمي ادارو ته چې خلکو ته د قیادت او لیډرشپ روزنه ورکوي زما مشوره دا ده چې په خپل منهج کې د مېږو پوولو ته هم یوه برخه ځانګړې کړي. ځکه چې د مېږو پوول په سړي کې د عصبانیت، غوسې او سر زورۍ ماده له مینځه وړي او انسان ته صبر، زغم او حوصله ورښيي.

*قراط د دينار یا درهم یوې برخې ته وایي. فتح الباري.

7) دوه وږي لیوان

رسول الله صلی الله علیه وسلم د مال او عزت حرص او مینه دوو وږیو لیوانو ته ورته بللي دي، دوه وږي لیوان چې په رمه پېښ شي دومره تاوان نه ورته رسوي لکه د مال او عزت حرص او مینه چې د سړي دین ته څومره تاوان رسوي. عن كعب بن مالك رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: (مَا ذِئْبَانِ جَائِعَانِ أُرْسِلاَ فِي غَنَمٍ بِأَفْسَدَ لَهَا مِنْ حَرَصِ الْمَرْءِ عَلَى الْمَالِ وَالشَّرَفِ لِدِينِهِ). روان الترمذي.

امام ابن رجب الحنبلي رحمه الله ى دې حدیث په شرحه کولو یوه رساله لیکلې ده ډېره ګټوره او خوندوره رساله ده او په دې اړه یې د سلفو علماو خورا په زړه پوري ویناوې او نور ښایسته معلومات رایوځای کړي دي.

8) بد نوم بدلول

رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې بد نوم واوریده بدل به یې کړ، په یوه کلي تیریدی هغه “عفره” (خړ) نومیده په هغه یې “خضرة” (شین) نوم کېښود. كان صلى الله عليه وسلم إذا سمع اسما قبيحا غيّره، فمرّ على قرية يقال لها “عفرة” فسماها خضرة). [رواه الطبراني، الصحيحة 208].

 9) اسلام څه شی دی؟

یوه سړي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: يارسول الله اسلام څه شی دی؟ هغه ورته وویل: اسلام دا دی چې الله عز وجل ته خپل زړه تسلیم کړې او ستا د ژبې او لاس له شره مسلمانان خوندي وي. عَنْ عَمْرِو بْنِ عَبْسَةَ ، قَالَ : قَالَ رَجُلٌ : يَا رَسُولَ اللَّهِ ، مَا الْإِسْلَامُ ؟ قَالَ : أَنْ تُسْلِمَ قَلْبَكَ لِلَّهِ عَزَّ وَجَلَّ ، وَأَنْ يَسْلَمَ الْمُسْلِمُونَ مِنْ لِسَانِكَ وَيَدِكَ . رواه مسلم.

10) اسانتیا غوره کړئ

اسانتیا غوره کړئ سختي مه کوئ، خلکو ته زیری ورکړئ په نفرت کې یې مه اچوئ. عن أنس عن النبي -صلى الله عليه وسلم- قال: يسروا ولا تعسروا وبشروا ولا تنفروا . صحيح البخاري، 1/ 38، نمبر: 69، او مسلم، 3/ 1358، نمبر: 1732. امام عبدالرؤف المناوي رحمه الله د دې حدیث په شرحه کې وايي: (يسروا ولا تعسروا) يعني هغوی پوهه کړئ په داسي حالت کې چې په ښوونه کې به اسانتیا کوئ سختي به نه کوئ، یعني هغوی په نرمي او اساني سره پوهه کړئ، (وبشروا ولا تنفروا) یعني په هغوی سختي مه کوئ داسي شی مه ورته وړاندي کوئ چې د هغوی د نفرت سبب وګرځي او بیا هغه خبره نه درسره مني. فيض القدير، 4/ 328.

 11) هیڅ مسلمان دي بل مسلمان نه سپکوي، ځکه د مسلمانانو کوچنی هم د الله په نزد لوی او دروند دی. ابو بكر الصديق رضي الله عنه.

12) دینار او درهم تر ټولو بد ملګري دي، چې له ځانه يې لري نه کړې ګټه نه درته رسوي. حسن البصري رحمه الله.

13) د سلفو یوه عالم ته چا وویل: څنګه مو په خلکو دومره ښه اغېز کړی او په هر چا ګران یې؟ هغه ورته وویل: د ورځي یې د الله دین او ښو اخلاقو ته رابولم او د شپې دعا ورته کوم.

14) محمّد بن سيرين رحمه الله وايي: که د خپل مسلمان ورور بد کار یادوې او ښه یې پټوې دا دي له هغه سره ظلم دی. غذاء الألباب شرح منظومة الآداب ١/ ٢٩٩.

15) سفیان ابن عُیَیْنه رحمه الله ته چاوویل: بې له هیڅ سببه خپه یم؟ هغه ورته وویل: په پټه دي د کومې ګناه نیت کړی ده خو کړې دي نه ده دا بې سببه خپګان د هغې بدنیتي سزا ده!.

16) څوک چې ستا مخته روان وي هغه تا نه ویني، څوک چې تا ویني، په تا کې خبرې کوي او ستا په تګ نیوکې کوي دوی هغه خلک دي چې ستا نه شاته پاته دي او په تا پسي منډي وهي.

17) فتنه دوه ډوله ده: یو حق پرېښودل دي او باطل غوره کول دي، او بل مهم حق پرېښودل دي او په نه مهم حق بوختېدل دي، لومړۍ د ناوپوه خلکو فتنه ده او دویمه د علماو فتنه ده.

18) مينه

ماشومان په خپلوکې د رنګ او توکم پر اساس له یوه بل سره مینه یا له یوه بل نه کرکه نه کوي، نو معلومه شوه چې توکميز تعصب او کرکه اکتسابي ده، فطري نه ده، بناءً که یو انسان کرکه او تعصب زده کولی شي موږ کولی شو هغه ته مینه ور زده کړو. که غواړو چا ته مینه ور زده کړو له هغه مخکي باید مینه ور سره وکړو. لکه په نبوي حدیث کې راغلي چې د مومنانو پخپلو کې له یوه بل سره مینه د هغوی د ایمان په تکمیل کې ښه مرسته کوي.

19) کله چې کوم کبرجن ووينئ پوه شئ چې دی به لمونځ ښه نه کوي او یا به یې بیخي نه کوي، څوک چې ښه لمونځ کوي نو ډېري سجدې او کِبر نه شي سره یوځای کیدلی: قران وایي: سیماهم في وجوههم من اثر السجود، له مجاهد نه په صحي روایت کې راغلي چې دلته مراد “عاجزي ” ده.

20) بې له تبصرې

د سوریي یو کس کیسه کوله چې موږ د مجرم بشار په بنديخانه کې وو، زموږ سره یو دیارلس کلن زلمی هم و هغه به یې هره ورځ زموږ څنګلورې کوټې ته بوتلو هلته به یې ډول ډول شکنجې ورکولې ده به ژړل، نارې او کړیکي به یې وهلې، موږ به یې ژړا اوریدله او په ژړا کې به یې ویل: وی ادې اخ پلاره..
یوه ورځ د شکنجې له خوني راغی ما ورته وویل: ته په ژړا کې مور او پلار یادوې ته ولي یا الله! نه وایې کیدی شي په دې دي پرېږدي؟؟ ځوان راته وویل: کله چې الله یاد کړم بیا دوی هغه ته ښکنځل کوي! نو مور او پلار ځکه يادوم چې هغوی ته که ښکنځل وکړي خیر ده.. خو چې الله ونه ښکنځي!!



د لیکوال او لاندي تبصره کوونکو له نظر سره د نن ټکی اسیا د ادارې توافق شرط نه دی.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.