افغانستان

لغمان: د لوګر د ولایتي شورا غړی عبد الخالق خیر خواه خوشي شو

CIA_map_of_Afghanistan_in_2007نن ټکی آسیا: د لوګر د ولایتي شورا غړی عبد الخالق خیر خوا د خپلو تښتونکو له خوا خوشي شو.

نومړی درې ورځی تر مخه د کابل – جلال اباد پر لویه لاره د خپلو درې تنو خپلوانو سره تښتول سوی وو، او نن د لغمان په ولایت کي خوشي شو.

د لوګر د ولایتي شورا رئیس ډاکټر عبد الولی وکیل ویلي چي عبد الخالق خیر خوا د لغمان په ولایت کې

د قومي مشرانو او د لوګر د ولایتي شورا د غړیو په هلو ځلو خوشي شو.

د نومړي په وینا د دوی د خوشي کولو په بدل کي هیڅ ډول معامله نه ده شوې.

د عبد الخالق خیر خوا د ملګرو په اړه ویل شوي چي یو د لوګر ولایت د ازري د ولسوالۍ ولسوال او یو یی بل ملګری وو.

تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې چي هغوی د چا له خوا تښتول شوې وه، او نه کومي ډلي د هغوی د تښتوني مسؤولیت په غاړه اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x