عراق: ايتلافي الوتکو د رمادي ګڼ کلي بشپړ ويجاړ کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): عربي رسنۍ د عراق لويديځ الانبار ولايت رمادي ښار په اړه ليکلي، چې د امريکا په مشرۍ د نړيوال ايتلاف جنګي الوتکو د دغه ښار ګڼ کلي په بشپړه توګه له منځه وړي او دسيمې سلګونو سني ولسي وګړي يې وژلي دي.

په دغه سيمه کې د اسلامي دولت او عراقي پوځ ترمنځ نښتو کې دواړو لوريو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

رمادي کې له تېرې ورځې راهيسې د اسلامي دولت او عراقي عسکرو تر منځ خونړۍ نښتې روانې دي او د سيمې شيعه اربکيان هم د عراقي عسکرو په ملاتړ دغې جګړه کې برخه اخلي.

راپورونه وايي، چې د اسلامي دولت ځواکونو د الانبار ولايت ګڼې سيمې ونيولې په عين حال کې د اسلامي دولت ځواکونو د عراق شمال کې د بيجي ښار مرکزي او سويلي سيمې نيولي دي.

د يو بل خبر له مخې د موصل ولايت کې هم د کردي مليشو او اسلامي دولت د ځواکونو تر منځ خونړۍ نښتې شوي دي.

د الجزيرې تلويزون خبريال ايوب رضا وايي، چې د اسلامي دولت ځواکونه د موصل ولايت د زمار، او سنجار له هغو سيمو کې وتلي، چې دوی په کې ځانونه نه شو پټولی.

ايوب رضا زياتوي، چې اسلامي دولت اوس د نينوا، موصل، بعشيقه، تلکيف، بلعاج او تلعفر ډېرې سيمې په خپل واک کې لري.

امريکا عراق ته ۱۳۰۰ نور عسکر ليږي

امريکايي چارواکي وايي، چې عراق کې د اسلامي دولت ځپل د لنډې مودې کار نه دی او دا يوازې د دوی دنده نه ده، چې اسلامي دولت له منځه يوسي.

امريکا وایي، چې اسلامي دولت د امريکا پر ځای عربي نړۍ او د سيمې هېوادونو لپاره ګواښ دی او دا جګړه بايد عربي او د سيمې هېوادونه پر مخ بوځي او امريکا به یې ملاتړ کوي.

د امريکا په مشرۍ نړيوال ايتلاف درې مياشتې مخکې د اسلامي دولت پر مرکزونو هوايي بريدونه پيل کړل او په لومړيو کې يې داسې انګيرله، چې د هوايي بريدونو په نتيجه کې به دغه دولت له منځه يوسي، مګر د وخت په تېردوېدو امريکا او نړيوال ايتلاف يې په دې فکر مجبور شول، چې د اسلامي دولت ځپل يوازې د هوايي بريدونو له لارې نه کيږي او بايد سيمه ييز هېوادونه هم خپل عسکر عراق ته د جګړې لپاره وليږي.

تر اوسه د امريکا سيمه ييز عربي ايتلافي هېوادونو دېته زړه نه دی ښه کړی، چې عراق ته خپل ځمکني عسکر د جګړې لپاره وليږي، مګر د امريکا دفاع وزارت پينټاګون تېره شپه اعلان وکړ، چې عراق ته به ديارلس سوه نوي عسکر ليږي.

د امريکا دفاع وزارت وياند جون کيربي پينټاګون کې رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې دغه عسکر به د عراقي پوځيانو او ځايي مليشو په روزنه، جګړه ييزو مشورو او د استخباراتي معلوماتو په راټولو کې برخه اخلي او په عملي جګړه کې به ګډون نه کوي.

جنرال جون کيربي زياته کړه، چې دغه ديارلس سوه عسکر به د عراق په څلورو پټو پوځي مرکزونو کې عراقي پوځيانو، شيعه او کردي مليشو ته نظامي او استخباراتي روزنه ورکوي او په عملي جګړه کې به برخه نه اخلي

د الوتکو بمباري

د پينټاګون وياند جون کيربي وايي، چې د ايتلافي هېوادونو جنګي الوتکې د اسلامي دولت پر مرکزونو خپلو بمباريو ته دوام ورکوي، مګر عربي رسنۍ د عراقي ولس له قوله وايي، چې د امريکا په مشرۍ د نړيوال ايتلاف هوايي بريدونه د اسلامي دولت د مرکزونو تر څنګ د عراق پر سني ميشتو سيمو هم روان دي، مګر هيڅ رسنۍ د دوی غږ نه اوري او نه هم د بشري ټولنو کومې ادرې د دوی عرض اوريدلی دی.

عراقي سنیان وايي، چې امريکا او نړيوال ایتلاف ته د عراق او سوريې ټول سني ولس د اسلامي دولت پلويان ښکاري او له همدې امله دغه الوتکې د اسلامي دولت تر څنګ د عراقي سنيانو پر کورونو هم درنې او مرګونې بمبارۍ کوي.