د کونړ والي: په دانګام کې مو هیڅ پرمختګ نه دی کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): د طالبانو له لوري د کونړ په دانګام ولسوالي کې د پراخو بریدونو د مخنیوي په تمه ویل کېدل چې سیمې ته امنیتي ځواکونه استول شوي دي او د طالبانو مقابله يې کړې ده.

د کونړ دانګام ولسوالي ته د امنیتي ځواکونو په لېږلو سره رسنیو خبر ورکړ، چې دولتي عسکرو له طالبانو نه ځينې سیمې بېرته نېولې دي.
د کونړ والي شجاع الملک جلاله وايي چې دا خبرې هیڅ واقعیت نه لري او په خبره يې امنیتي ځواکونو په دانګام کې هیڅ پرمختګ نه دی کړی.

جلاله له بې بې سې سره په خبرو کې وویل چې د دانګام ولسوالي ډېرې سیمې د طالبانو په واک کې دي او اربکیان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د کونړ والي وايي چې د افغان عسکرو د پرمختګ اړوند رسنیز خبرونه دروغ دي او په خبره يې په یاده سیمه کې وضعیت هیڅ بدلون نه دی کړی.

اربکي قومندانان وايي چې عسکر سیمې ته نه دي رسېدلي، بلکې په لاره کې د طالبانو په ماینونو او بریدونو کې ښکېل دي.

د اربکیانو یو جګړه کوونکي امریکا غږ ته وویل چې له دوی سره یواځې دومره اصلحه پاتې ده، چې خپل ځان پرې ووژني.

نږدې اوه ورځې وړاندې طالبانو د کونړ په دانګام ولسوالي کې د اربکیانو او عسکرو په وړاندې پراخ عملیات پیل کړل، چې دولتي رسنیو دغه برید د پاکستاني طالبانو په ملاتړ وګاڼه او په خبره يې د عامو خلکو کورونه پکې سوځول شوي دي.

طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې د دانګام خلک د دوی خپل خلک دي اوپه خبره يې د بدن غړي يې دي.

د دوی په قول د دوی په بریدونو کې يواځې د عسکرو او اربکیانو مرکزونه زیانمن شوي دي.

د دې خبرپاڼې له مخې د طالبانو په ترلاس لاندې سیمو کې خلک د اربکیانو له ظلمه خلاص شوي او د «ارام سا» يې اخیستې ده.

طالبانو د تېرې پنجشنبې په ورځ هم په دانګام کې د څلورو پوستو د نیولو او پنځو عسکرو د وژلو خبر ورکړ.

رسنیو ته په لېږلې خبر پاڼه کې طالبان وايي چې د تازه راغلیو عسکرو څخه يې هم د هغوی څلور ټانګونه تخریب کړي دي: «د دښمن عسکرو له لږ مقاومت وروسته ۴ پوستې په بشپړه توګه فتحه شوې او په دې سربېره د تازه دمو عسکرو د کاروان ۴ ټانګونه تخريب شول، په جګړه کې ۴ عسکر او ۱ د اربکي قومندان خانجان زوی وژل شوی.»

د سیمې خلک وايي چې که څه هم د کورنیو چارو سرپرست وزیر ایوب سالنګي هم د حالت د سمون په تمه سیمې ته تللی خو په خبره يې په وضعیت کې کوم بدلون نه دی راغلی.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالله
میلمه
عبدالله

دنن ټکي اسیا ټولو کارکونکو ته اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته ستاسو دخپرونو ډیره مننه کوو

شبيـــراحمــــدحمـــاس
میلمه

الحمدلله ثم الحمدلله ماشاء الله دخيبرپه عملیاتو کي طالبانو ډيرپرمختګ کړی دی