افغانستان

اشرف غني د ملا فضل الله د نیولو لپاره د عملیاتو امر وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): وروسته له هغه چې د پاکستان پوځي مشر راحیل شریف افغانستان ته سفر وکړ، د ګډ حکومت مشر اشرف غني د ملا فضل الله د نیولو په موخه د عملیاتو امر وکړ.

د ایران راډیو د برېښنا پاڼې د راپور له مخې اشرف غني افغان امنیتي ځواکونو ته امر کړی دی، چې د ملا فضل الله د نیولو لپاره باید عملیات وکړي.

د سرچینې د راپور له مخې اشرف غني په پېښور کې له خونړي برید او کابل ته د راحیل شریف له سفر وروسته دغه امر کړی دی.

سرچینه زیاتوي د ګډ حکومت مشر امر کړی، چې ملا فضل الله به له نیولو وروسته سمدستې پاکستان ته وسپارل شي.

تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو افغان لوری پر دې ملامت کړی و، چې د پېښور برید پلان او طرحه له افغان خاورې نه شوې ده.

پاکستاني چارواکو افغان چارواکو ته ګوت څنډنه کړې وه، چې که دوه طالب مشران ملا فضل الله او خالد خراساني دوی ته ونه سپارل شي، نو دوی به ورپسې سیمې ته راشي.

له بله اړخه د پاکستان د عامه اړیکو دفتر «ای، ایس، پې، آر» وايي چې دوی ته د پاک ـ افغان پولې ته څېرمه د ملا فضل الله د ټپي کېدو خبر رسېدلی دی.

دوی وايي دا به له وخت مخکې وي چې د هغه د وژني یا هم ټپي کېدو اړوند کره خبره وکړي، خو په خبره يې وروسته به معلومات له رسنیو سره شریک کړي.

په ورته وخت کې د پاکستان، ناټو او افغان چارواکو ترمنځ پر ډېورنډ کرښې د درې اړخیزو هوکړه شوې ده، چې په ګډه به د طالبانو په وړاندې د یو بل په خبرولو سره عملیات کوي.

د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز وايي چې دوی به د افغان لوري په خبراوي سره په دې سیمه کې عملیات کوي.

راپورونه وايي دغه هوکړه د سرتاج عزیز، د افغان پوځ لوی درستیز شیر محمد کریمي او د ایساف د قومندان جان کيمپل ترمنځ شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شبيـــراحمــــدحمـــاس

السلام علیکم،امابعد:اشپزغبي احمقزي ته ووایه که دي [بي ادبي معاف]کونه کاکوي خو ملافضل الله مجاهد پاکستان ته وسپاره نورخودي هم والله که داسي داسلام کارونه کړي دي خودا دغولو خورک هم وکړه؟؟؟والسلام.نن ټکی آسیا زنده باد

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x