افغانستان

ملګري ملتونه: د روان کال د نومبر تر پایه ۳۱۸۸ ملکي افغانان وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): په کابل کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشرې پرون په یوه خبري ناسته کې وویل چې روان میلادي کال د افغانانو لپاره تر ټولو خونړی کال دی.

جیورجیتي ګاګنون په خبري ناسته کې وویل چې د ۲۰۱۴م کال د نومبر تر پایه د دوی د شمېر له مخې ۳۱۸۸ تنه ملکي افغانان وژل شوي، چې په خبره يې د تېر هر کال په پرتله خورا خونړی کال دی.

ملګرو ملتونو له دوه زره نهم کال راهیسې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د څېړنې او ثبت چارې پیل کړې دي، چې ډېری وخت د تلفاتو ډېره ګوته طالبانو ته پکې نیول کېږي او طالبان د ملګرو ملتونو دغه راپورونه د ارزښت وړ نه بولي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشرې په خبري ناسته کې وویل چې د دوی د څېړنو له مخې د نومبر د میاشتې تر پایه ۳۱۸۸ ملکي افغانان وژل شوي او ۶۴۲۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ګاګنون په قول يواځې د نومبر په میاشت کې د تېر کال د همدې میاشتې په پرتله نولس سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د دوی په قول د دې مرګ ـ ژوبلې درې په څلور برخه د طالبانو له لوري او پاتې نور د دولت او ملاتړو له لوري شوې ده.

د ملګري ملتونو د تېر کال په راپور کې د ۲۷۳۰ تنه ملکي افغانانو د وژلو او ۵۱۶۹ تنو نورو د ټپي کېدلو خبر ورکړل شوی و، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وخت استازي یان کوبیش دا د تېر ۲۰۱۲ م کال په پرتله لس سلنه ډېره وګڼله.

تېر کال هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو خاص استازي د ملکي تلفاتو په په ډېره برخه کې طالبان او د دولت نور مخالفین مسوول وبلل.

طالبانو د همدې راپور اړوند ویلي و، چې ورته راپورونه د امریکا په سفارت کې جوړېږي او د ملګرو ملتونو په نامه خپرېږي، د طالبانو په اعلامیه کې راغلي و: «د ملګرو ملتونو په راپور کې د نورو جزئياتو ترڅنګ بیا هم په بې انصافۍ سره يادونه شوې چې په تير کال کې په سلوکې (۷۴) سلنه ملکي تلفات د وسله والو طالبانو لخوا رامنځته شوي، (۱۱) سلنه د کابل ادارې د امنيتي کسانو چې اربکیان هم په کې شامل دي له خوا او ايله (۳) سلنه ملکي تلفات د بهرنیو نیواګرو لخوا رامنځته شوي، د راپور له خپريدا سره دیوناما لخوا دا ادعا هم شوې چې دا راپور يي له ټولو ښکيلو خواوو سره شريک کړی، په داسې حال کې چې موږ دا راپور نن په رسنيو کې وليد، او د تجربې له مخې راته جوته شوې چې دغه ډول راپورونه تنها د امریکا دسفارت لخوا تهیه او د ملګرو ملتو په نامه خپريږي.»

له بله اړخه د روان لمریز کال د زمري په شلمه نېټه د بښنې نړیوال سازمان په کابل کې په خبري ناسته کې بهرني ځواکونه د زرګونو ملکي وګړو په وژلو ملامت وبلل.

د بښنې نړیوال سازمان په دغه خبري ناسته کې خبریالانو ته وویل چې له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۳ز کال پورې د بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې ۱۱۰۰ ماشومان، ښځې او نور ملکي افغانان وژل شوي.

ددغه سازمان د اسیا د څانګې مشر نیکولا ورت وویل چې په ۱۰ پېښو کې چې دوی يې په اړه څېړنه کړې ۱۴۰ ملکي وګړي د بهرنیو ځواکونو لخوا وژل شوي چې په دغو کې ۵۰ ماشومان او حامله ښځې هم دي.

نوموړي زیاته کړه چې دوی د ۱۲۵ کسانو سره چې د وژل شویو کسانو د کورنۍ غړي دي مرکې کړي.

د نیکولا ورت په وینا دوی د امریکايي ځواکونو د جنایاتو په اړه سلګونو شواهد ترلاسه کړي خو تر دې مهاله د پېښو عاملینو ته هیڅ سزا نه ده ورکړل شوې.

پر دې سربېره د افغانستان د ملي امنیت سرپرست مشر رحمت الله نبیل څو ورځې وړاندې د ولسي جرګې غړو ته وویل چې یواځې په پلازمېنه کابل کې تر پنځه سوه زیات د مرمۍ ضد نقلیه وسایط دي، چې په خبره يې ۸۰ سلنه يې د شخصي مالکانو پرځای د شرکتونو په نوم ثبت او راجستر دي.

نبیل وویل چې په کابل کې ۱۰۷ وسله والې ډلې فعالې دي، او پر دې سربېره ۱۰۳ غیر مسوولې ډلې نورې دي،چې د جګړې اورته لمن وهي.

سیاسي شنونکی عبدالرحیم ثاقب وايي چې ښايي د ملکي وژنو په برخه کې د دې ډلو لاس وي او په خبره يې دغه ډلې به د امریکايانو له لوري د مرګ ټيمونه له پروژې نه ټاکل شوي وي.

نوموړی وايي: «اوس چې ښاغلي نبیل د کابل په خواوشاکې د سلګونو وسله والو ډلو د ځای پرځای کیدو اعتراف وكړ نو دا به د اربکي سازي د پروژې تر څنګ هماغه د مرګ ټیمونو(Death squads )بله خونړۍ پروژه وي چې د امریکایانو لخوابه د کابل چارواکو په خوښه په افغانستان کې را منځته کیږي او دلته به هم د نورو نا امنیو ترڅنګ د سُني ،شیعه ، پښتون اوتاجک اونورو قومونو ترمنځ د اختلافاتو په خپرولو سره خپل اجرتي جنایتونه ترسره کوي.»

ملګرو ملتونو له ۲۰۰۹ م کال نه د ملکي تلفاتو د ثبت چارې پیل کړې، چې د دوی د راپورونو له مخې د ثبت له پیله تر اوسه ۱۷۲۵۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۹۵۳۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د یوناما د تعریف له مخې پولیس، اربکیان، د امنیت غړي او نور دولتي مامورین د ملکي وګړو حیثیت لري.

د جنیف د معاهدې پر اساس ملګري ملتونه یوازې هغه سرتیري جنیګالي بولي چې د ملي اردو په لیکو کې له وسله والو طالبانو سره جنګیږي.

که د یوناما د تعریف پر اساس احصائیه ترسره شي ښايي د «ملکي وګړو» شمېر تر دې هم زیات شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x