
غزل ـ استاد پسرلی
استاد محمد صدیق پسرلی
د ابلو غوندې مې ډک لېمه ماتېږي
چې لېمو کې یې د ناز کاته ماتېږي
شوخې سترګې دې لږ ورو اړوه شوخې
تر ښېښې ګوره نازک دی زړه ماتېږي
لا ډېریږي په هستۍ د هستۍ لوږه
د ګوهر په اوبو تنده نه ماتېږي
هر جاهل ته د خپل جهل بدي بس ده
څوک چې سر تندی وهي له غره ماتېږي
چې زوال یې وي راغلی وړ یې واوړي
له یخنۍ چې شي کنګل اوبه ماتیږي
خپل جوهر سړي ته اور شي پسرلیه
د سیپۍ خوارې په دغه خوله ماتېږي