ادبي لیکني

د بايزيد روښان د ستر خليفه ملا ارزاني په باب نوې څېړنې

استاد فضل ولي ناګار
لنډيز:

ملا ارزاني چې د بايزيد روښان مشر خليفه او د روښاني طريقت تر ټولو لوی مبلغ او مفسر دی. د اخون دروېزه دې وينا چې له روښان نه خپه شوی ؤ، څېړونکي په شک کې اچول. که څه هم دده دوه ورونه چې له روښانيانو سره تر پايه پاتې او د يوه شهادت يې هم په حالنامه کې راغلی، نوره دغه تذکره د ارزاني په باب چوپه وه. اوس چې د ارزاني پر مزار، خانقا او مدرسې نړېوال راپورونه خپاره شول. او هم د نولسمې پېړۍ د يوه هندي ليکوال د ارزاني په باب حقايق راڅرګند شول. نو جوته شوه؛ چې اخون دروېزه او نور ليکوال د مغلو د پروپاګند تر اغېزې لاندې راغلي وو.

سريزه:

ملا ارزاني د روښان په ګروهمنو کې ډېر لوی عالم او د وحدت الوجود په رموزو او اسرارو خبر شخصيت و. پدې ليکنه کې زيار ګالل شوی، چې پر علمي اسنادو او شواهدو جوته شي؛ چې ارزاني د روښاني طريقت له مرکزه ډېر لرې هم د همدې تګلارې پلوي او خپرونکی ؤ. دده ديوان د داخلي شهادت په توګه، همداسې يې ورونه، د خبري رسنيو راپورونه او يو بل ډېر ستر ماخذ (تحقيقات چشتي) د شواهدو په توګه وړاندې شويدي.
وړاندېزونه:

بايد د هند کتابتونونه د ارزاني په اثارو پسې وپلټل شي، او هم بايد له چاپ شويو اثارو نه د ارزاني ليکنې چې ځينو د نورو په نومونو خپرې کړي، او د ارزاني د مزار ځايناستي يې يادونه کړې، رابېلې او له سره چاپ شي.

د افغانستان حکومت بايد ددې لوی روښاني عالم په ياد سيمنارونه جوړ او هم دې يې اثار چاپ کړي. همدا رنګه د هند په په پټنه کې دده مزار ته هم ځانګړې پاملرنه پکار ده، چې دا به زموږ ديني تشخص او کولتور د ودې کارنامه وي. همدغسې دې په هند کې د ارزاني د مزار ا طريقت ځايناستي او مجاوران ووياړل شي.
موخې:

د ليکنې موخه داده، چې مغلي امپراتورۍ له روښانيانو سره يوازې د ميداني مبارزې لاره نه وه نېولې، بلکې له نورو وسايلو لکه مذهبي تورونه او ډول ډول دسيسونه يې هم کار اخيستی ؤ. دې ليکنې د نوو لاسته راغلو ماخذونو په مټ جوته کړه، چې روښاني طريقت تر پايه د خپلو ګروهمنو او پښتنو تر منځ مقبول پاتې شوی دی. پکار خو دا وه، چې اخون دروېزه او نورو روحانيونو بايد د اکبر د ((دين الهي)) پر ضد تبليغاتي جګړه کولی، لکه ارزاني چې په هند کې دغه دنده ترسره کړه؛ خو متاسفانه په ناخبره توګه د بې لارې اکبر له پاره د يوه ازادي بخښونکي غورځنګ او حقاني طريقت پر ضد وکارول شول. چې تاريخ به يې هيڅکله هم ونه بخښي.

د بايزيد روښان د ستر خليفه ملا ارزاني په باب نوې څېړنې:

ملا ارزاني خويشکی د بايزيد روښان په خلفاو کې هغه نوميالی عالم شخصيت دی، چې مخالفين يې هم پوهه مني، او پرې اعتراف کوي. له ده نه يو لوی پښتو ديوان پاتې دی، چې د پښتو ژبې د عرفاني ادب يوه لويه پانګه يې ګڼلی شو. حالنامه چې د روښاني کورنۍ يوه هر اړخېزه تذکره ده، د ملا ارزاني په اړه همدومره وايي، چې: خليفه مودود او ملا ارزاني له هندوستانه راغلل. مريدان شول. او خپل مطلب ته ورسېدل. ملا ارزاني په پښتو ژبه يو ديوان لري. چې بېساري رباعي ګانې پکې ويلي دي. او څه وخت چې شاوخوا واکمنو ته د خپلو خلفاو په وسيله بلنه ورکوي. نو بيا ليکي: (( بيا يې ملا ارزاني هندوستان ته رخصت کړ. چې د خدای ج بندګان ترې د ذات معرفت او د توحيد علم زده کړي))
د روښانيانو ډېر کلک او سخت مخالف اخون دروېزه ليکي: څرنګه چې ارزاني تيز فهمه او فصيح ژبی شاعر و، په فارسۍ، هندي او عربي ژبې يې د بېلا بېلې ګمراهۍ او بدعت شعرونه ويلي دي. او ددې لعين (روښان) د کتاب (خيرالبيان) په بشپړتيا کې يې مرسته کړېده.

اخون دروېزه ددې له پاره چې روښان وغندي، د ملاارزاني په باب وايي: څه وخت چې پير تاريک لارې وهل او مسلمان وژنه پېل کړه، ارزاني ترې بېل شو، او بېرته هند ته ولاړ. په مخزن الاسلام کې چې د دروېزه تاليف دی، د روښان مسجعې غندنې متلونو ته هم لاره کړې، لکه دا نيمه نظم، چې: تيرايي له عقله پلي، پير تاريک يې ګرځاوه کلي په کلي. نن هم زموږ دسيمې شاوخوا ((بټي کوټ ولسوالۍ)) کې ځينو ولسونو ته خطاب کيږي.

پر پورتنيو شواهدو سربېره يو بل مهم اصل چې د اخون دروېزه ادعا ردوي. هغه د روښان په عرفاني غورځنګ کې د ارزاني د نورو دوو ورونو ملا علي او ملا عمر ګډون دی، او که چېرې رښتيا هم ملا ارزاني روښاني تصوف ته شا کړې وه، نو بيا يې دې دوو ورونو له روښانيانو سره څه کول، چې اوسيدل. د ارازني ورور ملا عمر خويشکی د روښان له نومياليو خلفاو ګڼل کېده. چې په غزا يې کلان (۹۸۹) هـ کې شهيد شو. حالنامه وايي: (( در آن روز سه تن از خلفای نامدار شهيد شدند. يکی ايوب، دوم ملا ذکريا، سوم ملا عمر خيشکی رضوان الله عليهم)). د داخلي شهادت په توګه د ملا ارزاني ديوان يو لوی سند دی. دغه پنډ او ضخيم کتاب له سره تر پايه د روښاني تصوفي ګروهې د مقامونو او افکارو شرحه او تفسير دی. تر دې چې ارزاني سل ځايه پکې پښتو يادوي او ځان ته افغان وايي. له دې هم ښکاري، چې ارزاني د روښان د يوه پليوني په توګه د روښاني ذهنيت ددې فکر علمبردار ؤ، چې په هند کې پښتنه امپراتوري يو ځل بيا احيا شي. که څه هم دا يوه سياسي ربړه ده. خو په ژبه او قام دومره وياړل د يوه ځواکمن ملي او سياسي شاليد (پس منظر) استازي کوي:

ارزاني پښتو خبره – ته يې مه ګڼه هلکه
دا خبره که پښتو ده – څوک دې نه کا ځنې کرکه

او يا :

دا پښتو خبره واوره – له دې ارزاني افغانه

بايزيد روښان په خيرالبيان کې يو حديث راوړي، چې: ((انا في السماء احد و في الارض محمد و من وارئهم احد. نبي ويلي دي عليه السلام))
روښان چې د دې حديث ( دقاسمي صيب په اند موضوعي) کوم تاويل کوي. نو ارواښاد قاسمي صيب ليکي، چې اخون دروېزه او پير بابا له ده سره په دښمنۍ ګرم نه وو.

که څه هم دا خبره له روښان بابا ډېره مخکې شيخ محمود شبستري په لږ څه بېل انداز کړې:

زاحمد تا احد يک ميم فرق است ـ همه عالم درين يک ميم غرق است

او بيا يې په شعر او تصوف کې رواج موندلی، تر دې چې موشګاف عبدالحميد مومند يې هم په شعر کې راوړي:

د احد د احمد فرق په يوه ميم دی – چې په بوی يې د مخلوق سره شميم دی

موږ د حديث له موضوعيت او اختلاق سره کار نه لرو، او ترې موخه مو داده، چې که چېرې رښتيا هم ارزاني له بايزيد روښان نه خپه وی، نو هېڅکله به يې دده پر پل پل نه وای ايښی. ارزاني د روښاني طريقت پر نورو افکارو سربېره دا مطلب داسې راوړي، چې بايد خيرالبيان د فکر و اند تفسير يې وګڼو:

دا احد په ميم احمد دی – احد يو دی له احمده
دا د ميم برخه کثرت شو – له احده شوه عدده

علي محمد مخلص چې د حالنامې اوډونکی او پرې زياتونې يې کړيدي. د ارزاني پر پله روان ښکاري. هغه هم دغه مطلب راسپړي. نو که چېرې رښتيا هم ارزاني له روښاني طريقته اوښتی وی، ده به يې په يوه نه يوه شکل يادونه خامخا کړی وی. مخلص دغه فکر داسې سندريز کوي:

په اسمان يې نوم احمد ؤ – کوز په ځمکه محمد ؤ
نور ورايي له کوزه پاسه – دی نوملی په احد ؤ

روښاني طريقت د خفي ذکر او کامل پير ډېر سپارښت کوي، له دې کبله پرې مخالفينو د اسماعليت تور هم لګولی و. ارزاني وايي:

نن کامل لره وردرومه – خپله چار کړه سر انجامه
دی به درکړي خفي ذکر – پرې مشغول اوسه مدامه

د ارزاني پښتو يادول او ځان افغان ګڼل د مغلو په وړاندې د پښتنو د هغې سرغړاني احتجاج انځور دی، چې پېړۍ پېړۍ ورسره پښتانه لاس وګريوان پاتې شويدي. د نهمې هجري پېړۍ غزلبول شاعر اکبر زمينداوري پخوا ويلي وو، چې:

د مغلو تيمور هسې په زړه وسوم – چې به هېر په دا ماتم زمينداور کړم

ارزاني په هندي پښتنو کې لومړی سړی دی، چې په نثر يې هم ليکل کړيدي. نثر يې ساده او روان دی، که څه هم دا وخت په پښتونخوا کې مسجع نثر رواج ؤ، خو ارزاني سجعې ته ځای ورنه کړ. ددغې نيمګړې رسالې موضوع عبادات، اخلاق، عقايد او په پای کې د روښاني طريقت د اتو مقامونو تشريح او تفصيل دی.
(( تحقيقات چشتي)) په اردو ژبه د مولوي نور احمد چشتي (۱۸۲۹) م زوکړه، تاليف چې د لاهور په دايرة المعارف شهرت لري. د ملاارزاني په باب چې دی يې شاه ارزاني بولي، څرګندونې لري. نه پوهېږو چې دغې څېړنې ته تر اوسه ولې زموږ د محقيقينو پام ندی اوښتی.
د تحقيقات چشتي ليکوال ليکي، چې حضرت حسين ته شاه ارزاني وويل، چې راځه د باطن پر ځواک روز ازمايي وکړو، پدغې باطني او روحاني سيالۍ کې حضرت حسين غالب شو، تر دې چې شاه ارزاني يې باطني زور ومانه. بيا يې ورته وويل، چې هند ته لاړشه، خو ارزاني تر مرګه ورسره پاتې شو. حضرت حسين ورته وويل، چې که ته چېرې دپير روشنضمير علمبردار نه وی، نوسزا به مې درکړی وی. ارزاني ددې حکم له مخې د هند پټنې ته لاړ. هلته يې ډېر عزت او شهرت پيدا کړ، تر دې چې په څو ورځو کې يې د مريدانو شمير دوو لکو ته ورسيد. چې تر اوسه يې قبر د خلکو زيارتګاه او له زايرينو نه ډک وي.
په دې ليکنه کې د هند پټنه او د پير روشنضمير يادول، او همدارنګه يې هلته جومات، خانقا، مدرسه او مريدان هغه شواهد دي، چې د حالنامې څرګندونې لاپياوړې کوي.

بي بي سي نړېواله راډيو د ځينو پروګرامونو په ترڅ کې د هند په پښتنو هم څېړنې کړي، لکه د اردو برخې خبريال سيد عابد علي عابد چې پر ((جرنيلي سرک)) خپل راپورتاژ د کتاب په ډول خپور کړی، او دايې جوته کړې، چې جرنيلي سرک د سوري شيرشاه له خوا تر بنګاله غځېدلی ؤ. د پېښور په صدر بازار کې يې هغه تېږه موندلې، چې عادل شيرشاه ترې پيلامه کړې وه.
د لرې پښتونخوا تړه ليکواله او د بي بي سي د خپل وخت وياند (صفيه حليم) د هند پر پښتنو څو کتابه خپاره کړيدي. (( د هندوستان پښتانه، بهار)) په کتاب کې ليکي:

په ((۲۰۰۳)) م چې کله نه د بهار د پښتنو په پوښتنه پټنې ته لاړم. نو حسين احمد د ارزاني د مزار په خانقا کې غونډه جوړه کړه. هلته راته ده او نورو استاذانو معلومات راکړل. حسين احمد د شاه حسين په نامه د ارزاني ديارلسم ځايناستی دی، چې د روښاني تصوف ډېوه يې بله ساتلې ده.
ارزاني د خپل پير ((روښان)) غوندې د وحدت الوجود لاروی او مبلغ ؤ، چې د اسلام د ستر پيغمبر صلی الله عليه وسلم په بشارت هندوستان ته تللی دی. موخه يې د مغل واکمن ((اکبر)) د ((دين الهي)) د اغېزو لېرې کول وو. د اکبر د نوي مذهب مخالفت حضرت مجدد الف ثاني هم کړيدی. خو د هغه وخت تاريخونه وايي، چې حضرت مجدد د مناظرو لاره نېولې وه، چې شخړې يې جوړولې. خو ملاارزاني په ډېره مينه د يوه مهربانه مشر په توګه د امن لاره نېولې وه. ارزاني پټڼې ته لا ورتللو ړومبی له قصوره، اجمير، ډيلي، بنارس او عظيم اباد کې ايسار او په سلګونو شاګردان يې وروزل. ددې تبليغ تر څنګ يې په بهار کې د مدرسة الاسلام په نامه مدرسه هم جوړه کړه. چې تفسير، فقه او حديث پکې تدريسيدل.
د پارس له کرمان څخه يو کس د شاه عبدالله کرماني په نامه دارزاني دشهرت په اوازه راغی، له ارزاني څخه يې بيعت تر لاسه او هغه بنګال ته وليږه. د همدې شهرت اغيزه وه، چې مغل شهزاده شا جهان يې حضور ته راغی، ارزاني ورته په راتلونکي کې د پاچا کېدو زېری ورکړ، همدا لامل ؤ، کله چې شاجهان پاچا شو، دده د مزار د جوړولو امر يې وکړ، ځمکې يې ورته وقف کړې، چې مدرسې او مزار ساتنه پرې وشي. د مزار شاوخوا يې نور مريدان هم ښخ دي. پخوا يې د زيارت تر څنګ ونې او عيدګاه هم وه.
ملا ارزاني واده نه لاره، کله چې پر ((۱۰۲۸)) هـ ومړ. نو د مريدانو د پرېکړې له مخې دده د ښوونو د تلپاتې بهير له پاره يې يو خليفه پر ګدۍ ناست او مدرسه اداره کوي. کله به چې اختلاف ؤ، نو د ټاکنې له پاره به رايې اخيستل کېدلې. اوس يې هم د خانقا ځايناستی (سجاده نشين) ټاکل کېږي، چې زياتره د پټڼې پوهنتون استاذ وي. په ټول هند کې دا يواځينی مزار دی، چې موروثي نه دی. د هند تر وېش وروسته مدرسه وتړل شوه، خو اوس بيا پرانستل شوې ده.
هر کال د شاه ارازني عرس درې ورځې وي. يوه ورځ د ښځو له پاره وي. دلته د هر مذهب خلک راځي، او د خپل د زړه مراد غواړي. د خلکو شمير تر څلويښت زرو زيات وي. دغه وخت زياترو خلکو پښتني لباس اغوستی وي.
شاه حسين وايي: د ارزاني له ديوان پرته يوه يې سفرنامه او بل د مرأت المحققين کتاب ؤ، خو هندي څېړونکو پرې نور نومونه وليکل، او خپاره يې کړل. يو کتاب يې د بسم الله تفسير ؤ، چې له موږ سره نشته، خو ځينې برخې يې چاپ شويدي. همدا راز دده جامې، پګړۍ، خولۍ، پڼې، تسپې، کچکول او مسند شته، چې د عرس (يادغونډې) پر وخت يې راوباسو.

پايله:

دغه څېړنه د ارزاني د عرفاني ژوند په باب په ځواکمنو اسنادو او شواهدو جوتوي، چې که څه هم د مغلي امپراتورۍ زور او تزوير روښاني غورځنګ د جګړې په ډګر کې مات کړ، خو هغه مشال چې بايزيد روښان د خپل علم، فن او روحانيت په وړانګو روښانه کړی ؤ، تر ډېره له هنده تر پښتونخوا په ځلا ؤ. دې څېړنې ثابته کړه، چې اخون دروېزه د مخالفينو د بد تبليغ تر اغېزې لاندې ؤ. ارزاني تر پايه د روښاني طريقت ګروهمن ؤ، چې لا تر اوسه دا لړۍ څپانده ده. همدا رنګه دپښتو ادب تاريخ به د روښان د عرفاني ادبي ښوونځي ادبي او فرهنګي ډالۍ تر عمره په زرينو کرښو ليکلې ساتي.

خلاصة:

ملا ارزاني هو الرأيد الأول و من الواعظين و المفسرين الکبار، لطريق الروخانية الصوفية. بناءً علی قول: اخون درويزه عضب من الروخان اوقع موقفه الباحثين و ألشک حوله. رغم کل هذا بقی اخواه الی اخر حيا تهم. کما اشير اليه في رساله ((حالنامه)). ولکن لم يشر اليه الأرزانی في تذکرته.
و عند ما نشر و بث الصحيفون العالميون و کذالک الکاتب الهندی. الذي عاش فی القرن التاسع عشر الحقايق حول مزاره و خانقاه و اتجاهاته فظهر للناس ان هذه من اکاذيب و اباطيل المغل حوله.

اخځونه:
۱- مخلص، علي محمد(۱۳۸۸)، حالنامه، د اطلاعات و فرهنګ وزارت.
۲- مهجور خويشکی، ډاکتر پرويز، ۲۰۰۵، د ارزاني ديوان، پښتو اکيډيمي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حماد ابوبکر

فكر كوم دابه اول وار وی چی زه د نادګار صاحب مقاله لولم ، خو که نالوستی لیکنی یی په همدی لیکنه قیاس کړم نو ویلی شم چی الله تعالی د وخت له ضایعه کیدو ژغورلی یم ، نه پوهیږم زمونږ لیکوالان ولی په بیهوده او غیر علمی لیکنو روږدی دی ، ایا په لیکنه کی نغښتلی افکار ددی لپاره کافی ندی چی ووایو یاد شخص لویدلی ناپوهه دقرآن او حدیث دروښانه او سپیڅلیو ښوونو ځخه بی خبر ه انسان وو ، په دی نه ارزی چی تاریخ یی راژوندی او دځوان مصروف نسل ‍ذهنونه اووختونه پری خراب کړو، ناګار… نور لوستل »

wror

حماد ابوبکر صيب سل په سلو کې درسره موافق يم. نور نه پوهېږم خو د ميا روښان او اوسني منګل باغ هيڅ توپير نشته. ميا روښان به هم دخيبر په دره کې لويه لاره شکوله يو غل ؤ او منګل باغ هم. ميا روښان چې پير تاريک ورته وايي مور يې ميره وه له درس او کوره وتښتېدو، يو بې مسؤوليته او له کوره تښتيدونکی انسان ؤ. ټکی يې هم نه ؤ زده خو خلکو ته به يې ويل چې (خدای راته داسې وايي او هغسې وايي) بله دا چې د ارزاني خويشکي ليکنې يې راخيستي او په پير روښان… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x