ټکنالوژي

لینوو (Lenovo) نوی سمارټ به ۴۶ ورځې چارج ساتي

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۲۹مه ۱۳۹۳ل): که څه هم په دې وروستیو کې د سمارټ فون په برخه کې ډیر زیات پرمختګ شوی خو بیا هم د سمارټ فون چارج ساتلو وړتیا یو له سترو خنډونو څخه دی.

لینوو کمپنۍ د سمارټ فون کاروونکو ته د یو داسې سمارټ فون وړاندې کولو زیرۍ ورکړی چې کولی شي ۴۶ ورځې چارج وساتي. د لینوو کمپنۍ لخوا جوړیدونکی دغه سمارټ فون پي ۷۰ ټي (P70T) نومول شوی.

لومړنیو راپورونو پر بنسټ دغه سمارټ فون به په عام وخت کې ۴۶ ورځې چارج ساتي چې د کاروول، خبرې کول او په سمارټ فون کې ګیم کول به دغه موده کمه کړي خو بیا هم په دې برخه کې به یو نه هیریدونکی لاسته راوړنه وي.

د کمپنۍ څخه لاسته راغلو معلوماتو پر بنسټ دغه کمپنۍ د دې سمارټ فون په باطرۍ کې (4000mAh) استعمالوي حال دا چې په ایفون ۶ کې (1818mAh) اندازه استعمال شوی.

همدا راز دغه سمارټ د انرژي سپمولو پرمختللې وړتیا لري. کله چې کاروونکو دغه سمارټ فون کلپ کړي نو په دغه سمارټ فون پخپله ټول چارج مصروفونکی اپلیکیشنونه بندوي او د باطرۍ په چارج ساتلو کې مرسته کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x