ورزش

سویلي افریقا د ویسټ انډیز لوبډلې ته په ستر توپیر ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۲۹مه ۱۳۹۳ل): نن د سویلي افریقا او ویسټ انډیز لوبډلو تر منځ لومړۍ ټیسټ لوبه پای ته ورسیده. دغه لوبه سویلي افریقا په ۲۲۰ منډو او یو اننګ وګټله.

دغې لوبې پچه ویسټ انډیز لوبډلې لوبډل مشر ګټلې وه او سویلي افریقا ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړې وه. سویلي افریقا د لوبې په لومړۍ پړاو کې یوازې ۵ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۵۵۲ منډې جوړې کړې.

دغه لوبه کې هاشم امله ۲۰۸ او ډي ویلیرز ۱۵۲ منډې جوړې کړې په داسې حال کې چې ذېل ۱۰۱ منډو جوړولو سره ناسوځیدلی پاتې شو.

د ویسټ انډیز لپاره روچ او بېن دوه دوه ویکټې او کوټرېل یوه ویکټه واخیسته.

ویسټ انډیز لوبډلې د لوبې په لومړۍ پړاو کې د یو ستر هدف په تعقیب توپ وهنه پیل کړه خو د ویسټ انډیز توپ وهونکي هم د توپ اچونکو په څیر ښه لوبه ونکړه. ویسټ انډیز خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۰۱ منډې جوړې کړې.

د سویلي افریقا لپاره فلیندر ۴، مورکل ۳، اېبټ او ایلګر یوه یوه ویکټه واخیسته.

د لوبې په دوهم پړاو کې سویلي افریقا له توپ وهنې پرته بیا هم د ویسټ انډیز لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه خو ویسټ انډیز دوهم وار توپ وهنه کې هم ټاکل شوی هدف پوره نکړه.

ویسټ انډیز دوهم وار توپ وهنه کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۳۱ منډې جوړې کړې او په دې ډول د ټیسټ دغه لومړۍ لوبه يي د ۲۲۰ منډو او یو اننګ په ستر توپیر وبایلله.

دوهم پړاو توپ اچونه کې د سویلي افریقا لپاره سټېن ۶، مورکل ۲ او فلیندر یوه ویکټه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x