افغانستان

طالبانو د تاجکستان څلور سرحدي پولیس نیولي

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۲۹مه ۱۳۹۳ل): د کندوز سیمه ییز چارواکي وايي چې طالبانو په امام صاحب ولسوالۍ کې هغه څلور تاجکستاني پولیس نیولي دي چې افغانستان ته د لرګیو پرې کولو لپاره را اوښتي وو.

چارواکی وايي چې ددغو څلورو تاجکستاني سرحدي پولیسو د خلاصولو لپاره يې له قومي مشرانو سره خبرې اترې پيل کړي دي.

د امام صاحب ولسوال امان الدین قریشي پژواک ته ویلي چې طالبانو دغه څلور تنه تاجکستاني عسکر نامعلوم ځای ته انتقال کړي دي.

نوموړي زیاته کړې چې نن /شنبه، لیندۍ ۲۹مه/ د قومي مشرانو او سپین ږیرو په توسط د تاجکستاني عسکرو د خوشې کولو لپاره له طالبانو سره خبرې اترې پیلوي». نوموړي ویلي چې دا کار دې لپاره کوي څو د افغانستان او تاجکستان تر منځ دیپلوماتیکي اړیکې خرابې نشي.

د کندوز ولایت د ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي چې ددغه ولایت له چارواکو سره نن خبرې کوي څو د تښتول شوو تاجکستاني پولیسو د خلاصون لپاره لاره پيدا کړي.

طالبانو ددې خبر د خپریدو تر شېبې ددغو تاجکستاني پولیسو په اړه څه نه دي ویلي.

د امام صاحب ولسوالۍ د تاجکستان سره ګډه پوله او ستر ځنګل لري، په تېرو کلونو د خلکو له لوري ددغه ځنګل زیاتې ونې په خپل سر پرې کېدلې خو سږ کال د کرنې وزارت ویلي چې تر یو حده یې د ځنګلونو د پرې کولو مخه نیولې.

ویل کیږي چې تر دې وړاندې هم د شېرخان بندر – کندز پر لویه لاره دشت د شیرخان بندر تصدۍ ۱۶ تنه کارکوونکي دشت ارچي ولسوالۍ ته يې ولېږدول چې ۷ يې د قومي مشرانو په منځګړیتوب خلاص شول او ۹ نور لا هم بندیان دي.

شیرخان بندر د تاجکستان پر پوله پروت دی او د هېواد له مهمو تجاراتي بندرونو څخه شمېرل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالکریم

پاچاسلیمان دہ خدای دہ حوثیانو پہ لاس مڑکی کڑی ولی سی الله ج ج وای لہ کافرسرہ دوستی مکوی نو سلیمان لہ کافرسرہ دوستی کوی دہ الله ج ج خبرہ نمنی نودابہ دغہ کافراللہ پرمسلط کوی پہ دنیا کی مسال ڈیردہ لکہ صالح عبداللہ اوکہ سدام حسین اوکہ نور ھم وی ولی دہ الله ج ج پہ اودہ رسول کریم ص پہ خبرہ کی ہچ شک نستہ

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x