طالبان: دانګام ته روان د اردو مرستندوی کتار مو شاتګ ته اړ کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): له نږدې یوې اوونۍ راهیسې د کونړ په دانګام ولسوالي کې د طالبانو پراخ بریدونه دوام لري.

دولتي مسوولین وايي چې طالبانو څو کلي تر واک لاندې کړي او په خبره يې د ګڼو عامو وګړو کورونه يې سوځولي دي.

طالبان وايي چې په جګړه کې د عام وګړو ته د زیان اوښتو مخنیوي کوي او په خبره يې د دولتي عسکرو او اربکیانو د مرکزونو  له زیانمنېدو پرته عامو وګړو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی.

پرون د کونړ سیمه ییز چارواکو خبر ورکړ چې سیمې ته يې د مرستې په تمه د ملي اردو مرستندوی کتار لېږلی دی، چې ځینو رسنیو يې د وړاندې تګ خبرونه هم ورکړل.

د کونړ والي شجاع الملک جلاله وايي چې دوی په دانګام کې هیڅ پرمختګ نه دی کړی او په خبره يې د دوی مرستندوی کتار د طالبانو په بریدونو او ماینونو کې را ایسار دی.

طالبان هم وايي چې نن يې د ملي اردو هغه کتار شاتګ ته اړ کړ چې د دانګام ولسوالي له تعمیره د دوی په خبره «فتحه شويو سیمو» ته د عملیاتو په موخه روان و.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې پر یادو عسکرو يې نن سهار شاوخوا اوه بجې په کارکوړ سیمه کې بریدونه پیل کړل او له نیم ساعت جګړې وروسته دغه کتار بېرته ولسوالي وګرځيد.

د دې خبرپاڼې له مخې په دغه نیم ساعت جګړه کې د یو ټانګ په تخریب کېدو سره یو عسکر وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

دولتي مسوولین هم د نښتو تایید کوي او وايي چې کتار سیمې ته نه دی رسېدلی.

یاده دې وي په سیمه کې د اجرایوي ریاست لومړی مرستیال انجینر محمد خان هم شته، چې له اربکیانو سره په خبرو کې يې وویل چې د دوی همکاري ته به چورلکي را ورسېږي.

د اربکیانو مشر حاجي مزمل هم وايي چې دوی نه شي کولای په ځمکنۍ جګړه کې پر خپلو مخالفینو بریالي شي، دهغه په خبره باید هوايي ځواک يې ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې دی چې د ملي امنیت سرپرست رییس رحمت الله نبیل وايي چې دوی د بمبار لپاره هوايي ځواک نه لري، او نه هم دا توان لري چې په سیمه کې له هوا نه خپل عسکر پلي کړي.

دولتي مسوولین وايي چې طالبان پخپل منځ کې بهرني ملاتړي لري او هم ورته مهمات د پولې له بلې غاړې راوړل کېږي، خو وسله والو طالبانو ورته دعوې پرلپسې رد کړې دي او ويلي يې دي چې نه په جګړه کې بهرنی کس ورسره شته او نه هم بهرنۍ مرسته.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د