افغانستان

د پښتونخوا حکومت وايي چې په یوه میاشت کې افغان مهاجرین وباسي

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۲۹مه ۱۳۹۳ل): د پېښور د برید او د پاکستان د ادعاو پر بنسټ چې بریدګرو له افغانستانه هدایات اخېستل وروسته خیبرپښتونخوا حکومت پریکړه کړې چې ددغه ایالت څخه یوه میاشت وروسته ټول افغان مهاجرین وباسي.

د تېرې سه شنبې /دسمبر ۱۶مه/ په ورځ څو تنو بریدګرو د پاکستان د پوځ په یو ښوونځي برید وکړ چې په ترڅ کې يې نېږدې ۱۵۰ کسان ووژل او تر دې زیات نور یې ټپیان کړل. دغه برید چې تقریبا ۷ ساعته یې دوام درلود، مسوولیت یې پاکستاني طالبانو پر غاړه واخېست او ویې ویل چې په برید کې جنرالان او د هغوی «بالغ زامن» وژل شوي.

پاکستان څخه خپریدونکي ایکسپریس ټریبون انګلیسي ورځپاڼې د راپور پر اساس دغه پریکړه د جمعې په ورځ ددغه ایالت د کابینې په ځانګړې ناسته کې د پرویز خټک په مشرۍ وکړله.

د پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر مشتاق احمد غني د کابېنې تر ناستې وروسته رسنیو ته وویل چې که په افغانستان کې ولسمشریزې ټاکنې کیدای شي، په پاکستان کې ددغه هېواد اتباع هم خپل هېواد ته ستنیدای شي.

نوموړي ویلي چې د افغان مهاجرینو د ویستلو لپاره به په یوه میاشت کې پالیسي جوړه کړي، او د پښتونخوا حکومت به لومړی دغه پالیسي عملي کوي.

د غني له قوله د پښتونخوا حکومت له مرکزي حکومته وغوښتل چې د بهرنۍ پالیسي له سره غور وکړي او خپلې کمزوریو په قوي کولو کار وکړي. «د پاکستان امنیت باید له الویتونو څخه وي. په دې اړه باید له هیچا سره روغه جوړه ونشي.

مشتاق غني زیاته کړې چې د پېښور د برید پلان ګذاران په افغانستان کې دي او مرکزي حکومت دې دغه ستونزه له افغان لوري سره حل کړي.

مشتاق غني ددې پوښتنې په ځواب کې چې افغان مهاجرینو ته مرکزي حکومت د ۲۰۱۵ز کال تر آخره پورې په پاکستان کې د اوسیدو قانوني جواز ورکړی نو نوموړي وویل چې دوی په دې اړه له نړیوالو سازمانونو سره په ګډه اقدام کوي.

ویل کیږي چې په لومړي قدم کې به پاکستان حکومت افغان مهاجرین له ښارونو وباسي او وروسته به د دوی د ویستلو لپاره جلا تګلاره جوړه کړي.

خو په پېښور کې افغان مهاجرین وايي چې د پښتونخوا حکومت تر دې وړاندې هم په لسګونو وار د افغان مهاجرینو د ویستلو پریکړه کړې او یواځې تر کاغذونو منحصره پاتې شوې او عملي شوې نه ده.

دوی وايي چې د پښتونخوا حکومت غواړي په دې ګواښونو د مهاجرینو د نړیوال سازمان څخه مرستې ترلاسه کړي.

افغان مهاجرین وايي چې تر هغې په افغانستان کې امنیت نه وي تامین شوی دوی پاکستان نه پریږدی.

اوسمهال ویل کیږي چې تر ۲ میلیونو زیات افغان مهاجرین په پاکستان کې اوسیږي. ویل کیږي چې د قانوني مهاجرین ددغه کارت په درلودلو سره افغان مهاجرین په دغه هېواد کې له یو شمېر امتیازاتو څخه برخمن دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x