
ولسي جرګې د کابینې اعلان ته یوه اوونۍ وخت ورکړ
نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د نوي حکومت په مشرانو غږ وکړ، چې باید په یوه اوونۍ کې د کابینې د وزیرانو لیست دوی ته وسپاري، کنه دوی به جدي پرېکړه وکړي.
نوموړي وویل چې که څه هم د دې دولت قانوني جوړښت تر سوال لاندې دی، خو پر دې سربېره کابینه باید ونه ځنډول شي.
عبدالروف ابراهیمي د ګډ حکومت په مشرانو غږ وکړ: «خلکو تاسې د قانون له لارې د واک ځواک در کړ، تاسې يې پخپل لاس کې مه نیسئ.»
تر دې وړاندې هم ولسي جرګې د کابینې پر ځنډ نیوکې کړې دي او ویلي يې دي چې د دوو میاشتو په تېرېدو لا هم د حکومت له لوري د کابیني نه اعلان د دې حکومت قانوني موجودیت تر سوال لاندې راوستی دی.
عبدالروف ابراهیمي وویل چې دا حکومت د هېواد له قانون سره په ټکرکې دی او په خبره يې دا حکومت د امریکا سفارت په وچ زور رامنځته کړی دی.
د هغه په خبره د کابینې ځنډ فساد ته لاره هواره کړې ده، او همدا ځنډ د هېواد د اقتصادي، امنیتي او سیاسي ګډوډي علت دی.
د ګډ حکومت د مشر ویاند نظیف سالارزی وايي چې حکومت به پخپله ژمنه د وفا هڅه وکړي او په خبره يې راتلونکې دوشنبه به کابینه اعلان شي.