
د مبایل په ځای په لاس بند اړیکې
شفیق احمد ریان
د فرانسې یو شمېر پوهان د یوه داسي لاس بند په جوړولو لګیا دي چي د ګرځنډه مبایل ټولې ځانګړتیاوې به ولري .
دا لاس بند چي Cicret نومیږي ، د تولید کار یې تر مالې بودجې پورې ځنډېدلى دی .
په لاس بند کي د ځای پر ځای شوې وړې توکمې په وهلو سره به ستاسو په مړوند باندي د موبایل سکرین راځي .
فرانسوي پوهان وايي چي دا لاس بند به لکه نور ګرځنده تلیفونونه پروسیسر، میموري کارډ، مایکرو چيپ او د یو ایس بي ځایونه ولري .
د Cicret کمپنۍ ډیزاينران وايي چې تاسو به ددې لاس بند په مرسته کولای شي خپل بريښنالیکونه ولولئ، ټیلفوني اړیکې ونیسئ، د هوا حالات ځان ته معلوم کړئ، له نقشې په ګټه اخستلو خپل موقیعت معلوم کړئ، حتی کولای شئ چي خپل د خوښې ګېم هم پکي وکړئ، لنډه دا چي هر هغه څه چې ګرځنډه موبایل کې کېږي کولای شي ددې لاس بند په واسطه ييې هم وکړئ.
د Cicret لاس بند جوړونکي وایي چي د تولید لپاره يي اوه لکه یورو ، او د بیلابیلو پروګرامونه د جوړولو لپاره دري لکه یورو ته اړتیا لري .
ددې لاس بند جوړونکې ډله وايي چي دا وسیله به په راتلونکو دوو کلونو کي بازار ته وړاندې شي او قیمت به یي د ۴۰۰ ډالرو په شا اوخوا کې وي .