افغانستان

د بدخشان والي، امنیه قوماندان، او د ملي امنیت رئیس د وسلوال برید څخه روغ ووتله

Badakhshan-Province-Districtsنن ټکی آسیا: د بدخشان والي، امنیه قوماندان او د ملي امنیت د رئيس په ګډون یو شمېر نور جګ پوړي چارواکوي د وسله وال برید څخه روغ ووتله.

د تفصیلاتو سره سم د بدخشان د والي ویاند عبد المعروف راسخ ویلي چي نن د بدخشان والي ډاکټر شاه ولي الله ادیب، امنیه قوماندان، او د ملي امنیت د رئيس په ګډون یو شمېر نور چارواکي د ددې ولایت د وردوج د ولسوالۍ څخه د لیدني په موخه

د یادي ولسوالۍ مرکز ته تللي وه، او کله چي بیرته د بدخشان مرکز فیض اباد ته را ستنیدل، د وسله والو مخالفینو د د کمین سره مخ سول.

د راسخ زیاته کړې چي د والي پر کاروان برید نن له غرمي مخکې پر یولس نیمو بجو د وردوج ولسوالۍ د شایان په سیمه کي وشو، چي بیا جګړې د ماسپښين تر یوې بجي پوري دوام وکړ.

نومړي وویل چي په برید کي یوازي یو تن پولیس ټپي شو، او نور هیڅ ډول زیان نه دی رسیدلی، او د پولیسو په ډزو کي د مخالف لوري بریدګرو ته هم مرګ ژوبله رسیدلی، خو په اړه يې دقیق معلومات نه درلودل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x