ورزش

ډیویډ سیلوا: میسي د نړۍ تر ټولو غوره لوبغاړۍ دی

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۲۹مه ۱۳۹۳ل): ډیویډ سیلوا د منچستر سیټی شخصي لوبډلې پیاوړی لوبغاړۍ ویلي چې د بارسلونا مشهور او پیژندل شوی ارجنټایني لوبغاړۍ میسي د نړۍ تر ټولو غوره لوبغاړی دی.

منچستر سیټي د برتانيي د منچستر ښار یو له شخصي لوبډلو څخه ده.

منچستر سیټی لوبډلې به د چمپینز لیګ سیالیو په لړ کې د بارسلونا له لوبډلې سره مخامخ کیږي. سیلوا دغه څرګندونې د دغې لوبې له پیل څخه مخکې کړې ده.

ډیویډ سیلوا د میسي په اړه وویل:« لیونل میسي د فوټبال تاریخ تر ټولو غوره لوبغاړی دی. که څه هم د ډيرو لوبغاړو لوبې لیدلو چانس مې نه درلود خو دا په ډاګه ویلی شم چې نوموړی د نړۍ تر ټولو غوره لوبغاړی دی.»

نوموړي زیاته کړه:« ما د راموس او پویول تر څنګ لوبه کړې او له یو بل سره مو ډیرې لاسته راوړنې لرلې. زما په نظر راموس او پویول د نړۍ تر ټولو غوره دفاعي لوبغاړي دي.»

لیونل میسي فوټبال د نړۍ یو له پیژندل شوو څیرو څخه ده چې ټوله نړۍ يي پیژني او د فوټبال په برخه کې تر هر چا زیات لاسته راوړنې لري خو اکثر مسلمانان نوموړی ځکه نه خوښوي چې تر هر څه زیات د یهودو ګټو ته ژمن دی.

نوموړي د فلسطین او اسراییل تیره جګړه کې هم خپل ملاتړ له اسراییل څخه اعلان د او دغه جګړه يي د اسراییل حق بللی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x