خبرونهنړۍ

اسلام اباد: ۲۰ تنه افغان کډوال ونیول شول

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): په پېښور کې د تېرې سې شنبې ورځې له خونړۍ نښتې وروسته پاکستاني امنیتي ځواکونو د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون امنیتي تدابیر ټینګ کړي دي. په پېښور او اسلام اباد کې د تالاشۍ پوستې ډېرې شوې دي او په ګڼ مېشتو سیمو کې پوښتنې ګروېږنې زیاتې شوې دي.

خیبرنیوز پاکستانی تلویزیون راپور ورکوي چې یوازې په پلازمېنه اسلام اباد کې تر ۳۰۰ تنو پورې کسان نیول شوي دي چې تر اوسه یې ۲۰ تنه افغان کډوال دي.

راپور زیاتوي چې دغه افغان اتباع د اسلام اباد په H-8 سیمه کې نیول شوي دي. امنیتي ځواکونو د اسلام اباد له ځینو سیمو څخه د وسلو نیولو ادعا هم کوي.

ویل کېږي چې دغه عملیات به تر درېوو ورځو پورې دوام لري. دا عملیات هغې راهیسې پیل شوي چې د پاکستان څارګرو ادارو په پلازمېنه کې د ترهګرو د شتون خبر ورکړی.

د کډوالو نړیوالې ادارې او یا هم په اسلام اباد کې افغان سفارت تر دې دمه د دغو افغانانو د نیولو په تړاو څه نه دي ویلي.

دغه افغانان داسې مهال نیول کېږي چې نن د خیبر پښتونخوا ولایتي شورا پرېکړه کړې چې افغان کډوال دې تر یوې میاشتې پورې افغانستان ته راستانه شي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو ژوند له هغې راهیسې له خنډ او ستونزو سره مخ کېږي چې په دغه هېواد کې امنیتي وضعیت ترېنګلی شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x