ادبي لیکنيپښــــتو ادب

مطلوب خلک!

حامد افغان

مدیر صاحب له خپلو دریو مامورينو پوښتنه وکړه چې (2+2 =5) کیږي؟ لومړي یوه ورته وویل: بلکل صیب دوه او دوه پنځه کیږي، دویم ورته وویل: هوکي صیب که یو عدد ورزیات کړو پنځه کیږي، دریم ورته وویل: نه صیب خطا شوې دوه او دوه څلور کیږي.

سبا چې مامورین کار ته راغلل دریم ملګری یې نه و، له پوښتنې وروسته معلومه شوه چې هغه له کاره ګوښه شوی دی!. مرستیال مدیر له مدیر صاحب نه په حيراني پوښتنه وکړه چې هغه دریم کس ولي له کاره ګوښه شوی دی؟ مدیر صاحب ارشاد فرما شو:

هغه لومړی کس دروغژن و او دی پوهيدی چې دروغ وایي او دا ډول خلک نن سبا مطلوب دي، او دریم ځیرک و او پخپله ځيرکتیا پوهيدی، دا ډول خلک هم مطلوب او خوښول کیږي، او دریم کس رښتيني و او په خپله رښتیا یې باور و او دا ډول خلک سړی ستړی کوي او چلند ورسره ستونزمن ده.

په پای کې مدیر صاحب له خپل مرستیال نه پوښتنه وکړه چې که تاسو ځواب راکړئ ایا 2+2=5 پنځه کیږي؟ مرستیال یې ورته وویل: محترم مدیر صاحب ستاسو پوښتنه مې واوریدله، خو زه یې له ځواب نه عاجزه یم زما په څیر کمزوری انسان ستاسو غوندي عالم او متفکر شخصیت پوښتنې ته کله ځواب ویلی شي، مدیر له ځانه سره وویل: دا ډول خلک چاپلوسان او منافقان دي او نن سبا دوی په هر چا ګران دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x