ورزش

کینیا ماتې خوړلو لړۍ ته ادامه ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۲۹مه ۱۳۹۳ل): نن د پاکستان الف او کینیا ملي لوبډلو تر منځ شپږمه یوه ورځنۍ لوبه وه چې دغه لوبیا کې بیا هم کینیا په ۱۰۸ منډو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه پاکستاني لوبډل مشر وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. پاکستاني لوبډلې په خپل وار خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۶۹ منډې جوړې کړې چې دغو منډو کې د مختار احمد ۷۸ منډې د یادولو وړ دی.

نن ورځې لوبه کې کینیايي توپ اچونکي ښه لوبه وکړه او پاکستاني لوبغاړو ته د منډو جوړلو اجازه ونکړه. نننۍ لوبه کې نیهیمیا اودیامبو، نیلسن اودیامبو، جیمز انګوچي او شېم اینګوچې دوه دوه ویکتې او بیمجي یوه ویکټه واخیسته.

په ځوابي توپ وهنه کې کینیايي لوبډلې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۶۱ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي په ۱۰۸ منډو وبایلله.

د پاکستان لپاره ضیا الحق ۴ او میر حمزه، احمد جمال او سعید اجمل دوه دوه ویکټې واخیستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x