ورزش

استرالیا بیا هم هندي لوبډلې ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۲۹مه ۱۳۹۳): نن د استرالیا او هندوستان لوبډلو تر منځ دوهمه ټیسټ لوبه پای ته ورسیده. دغه لوبه کې استرالیايي لوبډلې د هندوستان لوبډلې ته په ۴ ویکټو ماتې ورکړه.

دغې لوبې پچه هندي لوبډل مشر ګټلې وه او توپ وهنې پریکړه يي کړې وه. هندوستان خپل لومړۍ وار توپ وهنه کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۴۰۸ منډې جوړې کړې.

د هندوستان لپاره د ویجې ۱۴۴ او رحانې ۸۱ منډې د یادولو وړ دي.

د استرالیا لپاره هزلووډ ۵، لیون ۳، مارش او واټسن یوه یوه ویکټه واخیسته.

استرالیايي لوبډلې خپل لومړۍ وار توپ وهنه کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۵۰۵ منډې جوړې کړې. لومړۍ وار توپ وهنه کې سمیت ۱۳۳، جانسن ۸۸ او سټارک ۵۲ منډې جوړې کړې.

د هندوستان لپاره شرما ۳، یادف ۳، اشوین او ارون دوه دوه ویکټې واخیستې.

هندوستان دوهم وار توپ وهنه کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۲۴ منډې جوړې کړې. دغه هدف ټاکلو کې د دون ۸۱ او پوجارا ۴۳ منډې ډيره مرسته وکړه.

دوهم وار توپ اچونه کې د استرالیا لپاره جانسن ۴ او هزلووډ، سټارک او لیون دوه دوه ویکټې واخیستې.

استرالیا یوازې ۶ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۳۰ منډې جوړې کړې او دغه لوبه کې يي د هندوستان لوبډلې ته په ۴ ویکټو ماتې ورکړه.

هندوستان لپاره شرما ۳ او یادف دوه ویکټې واخیستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x