افغانستان

امریکا د ګوانتنامو ۴ افغان بندیان ګډ حکومت ته وسپارل

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۲۹مه ۱۳۹۳ل): د ګوانتنامو له زندانه څلور افغانان د افغانستان حکومت ته سپارل شوي دي.

امریکايي چارواکي وايي چې خیالي ګل، شاولي خان، عبدالغني او محمدظاهر دوسیې يې بیا څېړلي او افغان حکومت ته یې سپارلي دي.

امریکا دفاع وزارت پنټاګون نن /شنبه، لیندۍ ۲۹مه/ ویلي چې دوی یې بېګا د شپې کابل ته په یوې پوځي الوتکه کې لېږدولي او افغان حکومت ته یې سپارلي دي.

د سولې عالي شورا ویلي چې ډير ژر به دغه کسان خپلو کورنیو ته وسپاري. دوی د امریکا له حکومته غوښتي چې پاتې ۸ افغانان هم خوشې کړي.

خو داسې انديښنې هم شته چې ښايي دغه کسان نظر بند وساتل شي او په بشپړه توګه ازاد نشي.

ټيلیګراف ورځپاڼه وايي چې د ګوانتنامو یو شمېر بندیان په ۲۰۰۷ز کال کې خوشې شول او خپلو هيوادونو ته ستانه شول خو وروسته دغه بندیان بېرته القاعده سره یوځای شول. دغه ورځپاڼه لیکي چې د وروستیو بندیانو خوشې کیدلو خطر لږ ګڼل کیږي.

یادې ورځپاڼې لیکلي چې محمد ظاهر د طالبانو د استخباراتو مهم کس دی، عبدالغني په امریکايي ځواکونو په راکټي برید کې نیول شوی، خیالي ګل د طالبانو د حقاني ډلې مهم سړی دی او شاولي خان په اړه ویل کیږي چې د القاعده او ایراني ډلو سره یې اړیکې وې.

محمد ظاهر په اړه ټیلیګراف ورځپاڼې لیکلي چې د نیولو پر مهال ورسره سټینګر مزایل او د کیمیاوي وسلو د جوړولو لپاره یورانیم موجود وه.

امریکايي چارواکي وايي چې ددغه کسانو لخوا کوم خطر نه و پيښ او دوی یې د ګډحکومت ولسمشر اشرف غني په غوښتنې خوشي کړي دي.

ګارډین ورځپاڼه وايي چې دغه کسان تر لسو کلونو زیات په ګوانتنامو زندان کې بندیان وو. یو امریکايي چارواکي رویټرز ته ویلي چې دوی بېګا شپه افغانستان ته استول شوي.

ددغو څلورو بندیانو د خوشې کیدو سره د ګوانتنامو د بندیانو شمېر ۱۳۲ ته ښکته شوې چې له منځه یې ۸ افغانان دي.

نیویارک ټایمز د راپور په اساس خیالي ګل په ۲۰۰۲ز کال ونیول شو. نوموړی په دې جرم چې د طالبانو د استخباراتو چارواکی دی، ګوانتنامو زندان کې واچول شو، خو خیالي ګل بیا پر ځان دغه لګیدلي تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې نوموړي قطعاً له طالبانو سره کار نه دی کړی بلکې دده دوه دښمنانو نوموړی امریکایي ځواکونو ته وسپارلو.

۴۲ کلن عبدالغني په ۲۰۰۲ز کال کې امریکايي ځواکونو ونیولو. پر نوموړي تور و چې پر امریکايي ځواکونو یې راکټي برید کړی.

۶۱ کلن عبدالظاهر په ۲۰۰۳ز کال کې د طالبانو سره د اړیکو او سټینګر مزایلو د درلودلو په تور ونیول شو. نوموړي هم پر ځان لګیدلي تورونه رد کړي دي.

د امریکا ولسمشر د ټاکنیز کمپاین پر مهال د یو کال دننه ګوانتنامو د بندیدلو ژمنه کړې وه خو د څو کلونو په تېریدو سره لا هم په دغه زندان کې ۱۳۲ کسان له کومې محاکمې پرته بندیان دي.

د روانې میاشتې په پیل کې امریکا ۶ نور بندیان یورګوای هېواد ته ولېږل. د ۲۰۰۹ز کال وروسته دا لومړۍ ډله د ګوانتنامو بندیان دي چې افغانستان ته ستنیږي.

دا په داسې حال کې چې طالبانو د روان کال په جون میاشت کې خپل ۵ لوړپوړي مشران د یو امریکايي پوځي په بدل کې خوشې کړل.

تمه ده چې په نېږدې وخت کې ځينې نور بندیان هم خوشې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابن شهید ين

الحمد لله مباركي ورته وايم دوي او ددوي كور نيو ته ..
خو بدي كي يو تن ما ليد لي وه با ور وكري هسي يو عادي ما مورك وه هان دظاهر شاه او داود دوخت ما مور وه .
خو امريكا يان دونه كمقعل خلك دي بدي غريب يي هم 13 كال زندان تير كر
خو دير شكر جي را خلاص شول الله عز وجل دي تول بند يان ازاد كري

محمودالغزنوی

أالحمدلله ،أاللهم خلص أُساراناالمظلومین بحرمة نیّک الأمین صلی الله علیه وسلم

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x