fbpx

د ارتباطو لارې چارې

محمدالله احساس

د ارتباطاتو لارې چارې کتاب، لکه له نومه يې چې ښکاري موږ ته د ارتباطو لارې چارې او طریقې را ښيي.

ارتباط او اړیکې که له یوه پلوه د ژوندیو موجوداتو په ځانګړې توګه انسانانو تر ټولو ستره مشخصه او ځانګړتیا ده، له بله اړخه یو لوی فن او مهم هنر هم دی.

د ارتباطاتو لارې چارې، کتاب پښتۍ

د ارتباطاتو لارې چارې، کتاب پښتۍ

د ارتباطاتو لارې چارې کتاب ، چې لیکوال یې ښاغلی عزت الله شمسزی او په ۱۳۹۰هـ،ل (۲۰۱۱م) کال کې مومند خپرندویې ټولنې خپور کړی دی. دغه کتاب د پېژندنې او لړلیک په شمول ټولټال ۱۴۳مخونه لري.

د ارتباطاتو لارې چارې، په پيل کې د مفاهمې پر تعریف ، ډولونو اجزاوو او د مفاهمې چینلونو یا کانالونو بحث کوي. وروسته له دې د ارتباطاتو په برخه کې کاري فرصتونه تشریح کوي او همداسې په ترتیب سره یو لړ نور موضوعات.

لیکوال هڅه کړې، چې د دې کتاب په مټ لوستونکو ته د مفاهمې ، ارتباطاتو ، اړیکو ، کمپاینونو ، اعلاناتو، اعلامیو او بیانیو طریقې او لارې چارې ور زده کړي.

همداراز په کتاب کې د کار موندنې په موخه د خپل لنډ ژوندلیک (CV) برابرولو ، د کار لپاره له یوې ادارې سره د مرکې کولو ، په اداره کې د کاري پلان جوړولو ، ادارې ته د خپل کاري راپور د وړاندې کولو او د اداري رپورټ د لیکلو طریقې هم ښودل شوي دي.

د ارتباطاتو د علم لمنه ډېره پراخه ده او ښايي ناشوني وي، چې دغه علم او هنر دې په یوه کتاب کې تشریح او وړاندې کړای شي؛ خو زموږ و ستاسو تر بحث لاندې کتاب مو په دې اړه له لاندنیو موضوعاتو سره اشنا کوي.

۱- مفاهمه (Communication). ۲- د مرکې (Interview) مهارتونه. ۳- پلان جوړونه .۴- اداري راپور لیکنه. ۵- د عامه پوهاوي کمپاین په اړه. ۶- پيغام لیکنه. ۷- رسنیز کانفرانس. ۸- رسنیزه اعلامیه. ۹- له رسنیو سره د کار او اړیکو لارې چارې. ۱۰- تجارتي وړاندیز (پروپوزل) لیکنه.

لیکوال د کتاب په سریزه کې د کتاب د اهمیت او څرنګوالي په اړه کاږي، چې کتاب یوازې د ده د ځاني تجربو محصول نه دی، بلکي په دې اړه یې د ورکشاپونو، کتابونو ، انټرنیټ او نورو مراجعو څخه ډېره استفاده کړې ده.

دا کتاب د هغو کسانو لپاره ګټور دی، چې غواړي له رسنیو یا ورته نورو ادارو سره کار وکوي، همداشان هغو کسانو ته به یې هم لوستنه بې ګټې نه وي، چې عملا له رسنیو یا ادارو سره په کار لګیا دي، که څوک په دې تمه وي، چې په خپلو کارونو کې وړتیا وښيي او په اړوندو برخو کې خپلو مهارتونو ته وده ورکړي، نو دا کتاب به یې ښايي دا هېله هم تر ډېره بریده ور پوره کړي.

تر بل کتابه او نورو خبرو مو لوی الله مل!

درنښت

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د