نیمروز: په ترافیکی پيښه کې دوه کسه مړه او نهه نور ټپیان شوي دي
نن ټکی اسیا: د نیمروز په ولایت کي د موتر د چپه کیدو له امله دوه تنه مړه او نهه تنه نور ټپیان شوي دي.
دغه پيښه د نیمروز د دلارام په ولسوالۍ کې د دلارام او هرات ولایت تر منځ پر لویه لاره را منځته سوې ده، کله چي یو سراچه ډوله موټر چپه سو، او په کښي سپاره دوه کسه مړه او نهه تنه ټپیان شول.
ویل کیږي چي ددې پيښي ټپيان ټوله نارینه دي،
او ټپیان د امنیتي چارواکو او ولسي خلکو له خوا روغتون ته رسول سوي دي، چي اوس هلته تر دملني لاندي، او روغتیايي حالت يې د اندیښنې وړ نه دی بلل شوی.