ټکنالوژي

مایکروسافټ نوی اقدام؛ له محرومو ځوانانو سره مرسته

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۳۰مه ۱۳۹۳ل): مایکروسافټ کمپنۍ هر کال خپل کلیزه لمانځلو پر مهال د دغې کمپنۍ کاروونکو ته زیرۍ ورکوي او یا هم له یوې غوره اقدام سره د کاروونکو توجه جذبوي.

دا ځل هم دغې کمپنۍ خپل کلیزه لمانځلو پر مهال له خیریه موسسو سره د ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت او د دغې کمپنۍ لخوا جوړ شوي ۲۰۰ ټیبلیټونه د استعداد لرونکي او محرومو ځوانو سره مرسته اعلانه کړه.

د دغې کمپنۍ مشر وویل:« وروستنۍ ټیکنالوژي څخه ګټه پورته کول زمونږ ماشومانو لپاره ډیر زیات اړین دی. مونږ دغه بشر دوستانه عمل تر سره کوو ځکه چې مونږ د هغو کسانو چې زده کړې ته لاس رسی لري او هغو کسانو تر منځ چې د زده کړې اسانتیا نه لري تر منځ ډیر واټن وینو. په تیره بیا دغه واټن په علمي، انجینري او ریاضیاتو برخو کې ډیر محسوسیږي.»

تر اوسه د هغه سافټ وییرونو لیست رسنیو ته نه دی وړاندې شوی کوم چې د دغې کمپنۍ لخوا محرومو ځوانانو ته د ډالۍ په توګه وړاندې شوی.

د مایکروسافټ ډالی شوي ټیبلیټونه د نړۍ له غوره ټېبلېټونو څخه شمیرل کیږي چې ۱۲۸۰ پکسل ریزولوشن، ۳۲ ګیګابایټ فایل ثبتونې وړتیا او همدا راز آفیس ۳۶۵ د دغې ټیبلیټ له ځانګړتیاوو څخه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x