نړۍ

د نيويارک ښار دوه پوليس په ډزو ووژل شول

نن ټکی اسیا (يکشنبه، لیندۍ ۳۰مه ۱۳۹۳ل): د نيويارک ښار پوليس وايي، چې يو شکمن وسله وال بريدګر د نيويارک ښار دوه پوليس هغه مهال ووژل، چې دغه پوليس بروکلين سيمه کې په ګزمه راوتي وه.

د نيويارک پوليسو مشر ويليم جې بريټن رسنيو سره په خپلو څرګندونو کې زياته کړه، چې تېره ورځ پر ځايي وخت د ماسپښين درې بجې بريدګر ناببره پر پوليسو ډزې وکړې او دواړه يې ځای پر ځای ووژل او له پېښې وروسته بريدګر خپل ځان هم وواژه.

د نيويارک پوليسو مشر جې بريټن زياتوي، چې بريدګر د پوليسو موټر ته نژدې راغلی او له نژدې يې پرې پر سر، سينه او مرۍ ډزې کړي او دغه دواړه پوليس په ډېره سپکوونکې توګه وژل شوي او داسې ښکاري، چې اعدام شوي وي او دا وژنه يې د ټول امريکايي ولس وژنه بللې ده.

د نيويارک پوليسو کميشنر وايي، چې بريدګر ۲۸ کلن اسپانوي الاصله تورپوستی اسماعيل برينسلي نومېده او له دې وړاندې يې بالټيمور سيمه کې هم يوه خپله پخوانۍ ملګرې وژلې وه.

د بالټيمور پوليسو اعلان کړی و، چې برينسلي په خپل فيسبوک پاڼه کې ګواښ کړی و، چې دی به پوليس وژني، مګر د نيويارک پوليس وايي، چې د بالټيمور پوليسو پيغام يې هغه مهال تر لاسه کړ، چې نوموړي د نيويارک دوه پوليس وژلي و.

امريکايي چارواکي وايي، چې دا پوليس په داسې وخت کې ووژل شول، چې امريکا کې د کريسمس لپاره تيارۍ روانې دي او دې کار سره يې د امريکايي مسيحيانو اختر په غم اخته کړ او ټول کريسمس کې به خلک د امنيتي انديښنو له امله ډاډه نه وي.

له تېرو دوو مياشتو د امريکا لروبر کې تورپوستانو د هغو ظلمونو او تاوتريخوالي پر ضد لاريونونه او مظاهرې پيل کړي، چې په تېره لنډه موده کې د امريکا ميسوري ايالت فرګوسن او نيويارک ښار کې محکمې د دوو تورپوستانو سپين پوسي قاتلينو ته براءت ورکړ.

تورپوستانو د نيويارک او واشنګټن په ګډون د امريکا اشاوخوا اتيا ښارونو کې تورپوستانو سره د توکميز چلند په غبرګون کې مظاهرې او لاريونونه پيل کړي او دغه لاريونونه په تاوتريخوالي اوښتي او تر اوسه پکې ګڼو دولتي او ملکي املاکو او خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نيويارک امنيتي چارواکي وايي، چې د تېرو دېرشو کالو راهيسې دا لوموۍ پېښه ده، چې امنيتي ځواکونه دې په يو وسله‌وال بريد کې وژل شوي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x