افغانستان

کاپيسا: دفرنسي ځواکونو په مرمیو د لیسې مدیر شهید او درې تنه زده کوونکي ټپیان شوه

US-soldiers-in-Logar-prov-001نن ټکی آسیا: نن سهار د کاپيسا په ولایت، تګاب ولسوالۍ کې د یوې لیسې پر ودانۍ د توپ د مرمی د لګیدو له امله د یوې لیسې مدیر شهید شو، او ورسره درې نور زده کوونکي ټپیان شوه.

د سیمي څخه عیني شاهدانو ویلی چي نن سهار د نهو بجو په شاوخوا کې د تګاب ولسوالۍ د نوروز خیل په کلي کي د وحدت لیسې پر ودانې د فرانسوي ځواکونو د هاوان دوه مرمۍ ولګیدلی،

چي له کبله يې د لیسې مدیر قدرت الله شهید او درې تنه زده کوونکي شهیدان شول.

ددوی په وینا د لیسی ودانی هم ددغه مرمیو د لګیدلو له امله زیانمنه شوې ده.

ویل کیږي چي د تګاب ولسوالۍ چيری چي نسبتا زیاتي جګړي کیږي، فرانسوي یرغلګر ځواکونه د عامو اهدافو په نښه کولو څخه هیڅ ډډه هم نه کوي، او له کومه جهته چي پر دوی ډزي وسي، دوی هغې خواته خپل توپونه او هاوانونه رسته کوي، او ناتاري ډزي کوي، چي ډیر وخت ولسي ودانیو او وګړو ته مرګ ژوبله هم په کښي رسیږی، خو د پوښتني څوک نسته چي ددغو ځواکونو مخته ودریږي، او ددغه بدي کړيني مخه يې ونیسي.

د طالبانو ویاند هم د پيښي تصدیق کړی، او ویلي دي چي پر دغه لیسې د توپ مرمۍ لګیدلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x