افغانستان

جوزجان کې اته اربکيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، لیندۍ ۳۰مه ۱۳۹۳ل): د جوزجان ولايت چارواکي وايي، چې د اربکيانو او طالبانو تر منځ نښتو اووه اربکيان او پنځه طالبان وژل شوي دي.

د جوزجان امنيه قوماندان فقير محمد جوزجاني رسنيو سره په خپلو څرګندونو کې وويل، چې شاوخوا دوو سوو طالبانو تېره شپه د قوش تپه ولسوالۍ جرقدوق سيمه کې د اربکيانو پر پوستو ډله ييز بريدونه پيل کړل، چې له امله يې اووه اربکيان وژل شوي، څلور ټپيان دي او مقابل کې يې د طالبانو پنځه تنه هم وژلي دي.

ښاغلی جوزجاني زياتوي، چې طالبانو د وژل شوو او ټپي اربکيانو يو رينجر موټر، يو راکټ دوه کلاشينکوفونه او يو شمېر نورې وسلې هم له ځان سره وړي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې تېره ورځ ماذديګر د دوی نظامي ملګرو جرقدوق سيمه کې د اربکيانو پر امنيتي پوستو بريدونه پيل کړل، چې ماخستن تر ناوخته يې دوام وکړ.

مجاهد زياتوي، چې د دغې جګړې په ترڅ کې د دوی ملګرو د اربکيانو دوه پوستې ونيولې، اته اربيکان يې ووژل او څلور نور مرګوني ټپيان شول.

خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد بريد کې يو طالب هم وژل شوی دی.

ځايي خلک وايي، چې د عامه استوګنې له ځايه لرې شوې او له همدې امله ولسي وګړو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو د خيبر علمياتو په ترڅ کې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد لروبر کې خپلو بريدونو او چاودنو ته زور ورکړی او وايي، چې د دې بريدونو د زياتوالي يو لامل د ګډ حکومت له لوري امريکا او ناټو سره د تړون لاسليکول دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x