نظــر

د یومخیز وتلو لړۍ فرانسویانو پیل کړه

قاري حبیب

د فرانسې د دفاع وزارت اعلان کړی دی چې د روان میلادي کال د دسمبر تر ۳۱ مې به خپل هغه وروستي لسګونه عسکر چې په افغانستان کې یي د خپل سفارت د ساتنې او روزنیزو چارو د سمبالښت لپاره پرې ایښي وو هم وباسي .
فرانسه په افغانستان دغربي یرغل یو مخکښ اشرباڼی و، چې په افغانستان کې یي زرګونه عسکر لرل، د اشغالګرانه تقسیماتو په لړ کې فرانسویانو ته د کابل اطرافي ولسوالۍ او کاپیسا ولایت سپارل شوی وو،دوی په کابل ښار سربیره په سروبي، تګاب، محمودراقي، کوه صافي او نورو شاوخوا سیمو کې ګڼ شمیر پوځی مراکز درلودل او هیله یي وه چې دغه ولایت به د فرانسې په اوږدمهالې مستعمره تبدیل کړي .
خو څرنګه چې افغانستان د امپراطوریوهدیره اود استعمارګرو قبرستان دی، د فرانسویانو نیواکګرانه خوبونه هم د اوزبین په تړو او د تګاب په سردرو کې له خاورو سره خاورې شول .

په فرانسویانو باندې له لومړۍ ورځې څخه سخت بریدونه روان و، خو په دوی لومړنی ترټولو مرګونی او ټکان ورکوونکی ګوزار د ۲۰۰۸ م کال په اګست کې ترسره شو.
فرانسویانو غوښتل د کابل په اوزبین سیمه کې عملیات وکړي دغه راز یي اراده وه له همدې ځایه دلغمان اړخ ته په بادپښ او اندوړ سیمو یرغل وکړي ، د سروبي مجاهدین چې مشري یي ځوان مشر ملا غازي کوله د لغمان دشهید ملاحضرت محمد دډلګۍ سره په ګډه د شاه ګلیانو او سپین مکنډۍ ترمنځ غاښي کې فرانسویانو ته کمین ونیو، کله چې دښمن غوښتل په سیمه کې پرمختګ وکړي مجاهدینو ورباندې ناڅاپي برید وکړ فرانسوي او داخلي عسکر یي په کمین کې راګیر او سخت تلفات یې ورته ورسول ، دکره شمیرو له مخې دا جګړه چې د اګست په ۱۸ مه له مازدیګر ۴ بجونه د سبا تر یوولس بجو روانه وه په نتیجه کې یې دفرانسې ۲۱ تنه عسکر ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول ، خو دفرانسې حکومت رسما دخپلو ۱۰ سرتیرو وژل کیدل او ۲۱ نورو ټپي کیدل ومنل ، په دې جګړه کې ۱۰ میله دفرانسوي پوځ ځانګړې ماشینګڼې دمجاهدینو لاس ته ورغلي دغه راز ګڼ شمیر تیلفونونه او مخابرې هم مجاهدینو غنیمت کړې په جګړه کې ۱ ښځه او ۳ تنه نارینه فرانسوي پوځیان ژوندي ونیول شول دغه راز دفرانسویانو ۵ ټانګونه تخریب شول ، په دې تاریخي جګړه کې ۵ تنه مجاهدین شهیدان او څو نور ټپیان شول.

د سروبي د اوزبین په څيره دفرانسویانو لپاره بله مرګباره سیمه د کاپیسا تګاب دره وه، تګاب چې د شوروي لښکرو د تس نس کولو خاطرې یي له پخوا مشهورې وې، دا ځل یي دغربي یرغل په وړاندې د مجاهدینو مشري د قاري بریال په نوم یوه ځوان او تکړه مجاهد کوله چې فرانسویانو ته یي دا سیمه دمرګ په کُره اړولې وه، په تګاب کې په فرانسویانو د څو کالو په اوږدو کې داسې بریدونه ترسره شول، چې له فرانسویانو یي داستعمار خوب یو مخ هیر کړ، تردې چې د ۲۰۱۲ م کال په پای ته رسیدو سره فرانسویانو نه یوازې کاپیسا پریښوده بلکې له درست افغانستان څخه یي د خپلو زرګونه محاربو عسکرو د ایستلو فیصله وکړه.

د کاپیسا او سروبي جګړو فرانسویانو ته درانه تلفات واړول ، او په فرانسه کې یي د سرکوزي د رژیم په وړاندې سخت نفرت وپاراوو، د فرانسې سوسیال ګوند چې مشري یي فرانسوا اولاند کوله د ۲۰۱۲ م کال په انتخاباتو کې په همدې شعار ټاکنې وګټلې چې فرانسوي جنګي ځواکونه به له افغانستانه باسي .

په ۲۰۱۲ م کال کې فرانسوي محارب عسکر له افغانستانه وتښتیدل خو دنورو هیوادونو غوندې فرانسې هم د ۱۵۰ په شاوخوا کې غیرمحارب عسکر په کابل کې پریښودل تر څو ددوی په خبره داخلي عسکرو ته روزنه ورکړي .
خو داچې سږ کال په کابل او نورو سیمو کې دمجاهدینو په بریدونو کې فوق العاده ډیرښت راغلی او دښمنان یي په ځان پورې لیوني کړي دي ، نو فرانسویان مجبور شول چې خپل وروستي پاتې غیرمحارب عسکر هم له افغانستانه وباسي .

تراوسه چې کوم غربي اشغالګر له افغانستانه وتلي زیاترو یې یو شمیر غیرمحارب ځواکونه تر شا پرې ایښي دي ، خو دادی له افغانستان څخه د یومخیز وتلو پیل فرانسویانو وکړ، څرنګه چې په عامه اصطلاح یوه کډه دبلې کډې زړه کاږي ، هیله ده چې د فرانسویانو لخوا د یومخیزې تیښتې پیل به د هیواد د یومخیزې آزادۍ او داشغال له ګندګۍ د یومخیزې تصفیې پيلامه شي .

ویاړ د سروبي او کاپیسا په مجاهدینو چې په غرور راغلي فرانسویان یي بیرته د دموکراسۍ په زیږنځای فرانسه وسپارل .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx